لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس غړو په اوکراین د روس د حملې غندنه وکړه


د اوکراین سرښار کیف سره نژدې د روسي بمبارۍ وروسته منظر
د اوکراین سرښار کیف سره نژدې د روسي بمبارۍ وروسته منظر

د امریکې د کانګرس غړو په اوکراین د روسيې د ولسمشر ولادمیر پوتین د حملې غندنه وکړه او د امریکې صدر جوبایډن نه یې غوښتنه وکړه چې په بېړنۍ توګه دې په اړه اقدامات وکړي.

د امریکې د سېنېټ د خارجه چارو کمېټۍ مشر باب مېنېنډز په یو بیان کې وویل چې تاریخ به ثابتوي چې پوتین په اوکراین د یرغل فېصله د ویرې په بنیاد کړې ده.

هغه ووېل اوکراین جمهوریت او ازادي غوښتله او روس د دې نه ویره لرله.

د امریکې صدر جوبایډن هم د روسيې د ګام غندنه کړې او ژمنه یې کړې چې د روسیې په ضد به سخت اقتصادي پابندې لګوي.

د امریکې ترڅنګ د یورپي ملکونو د روس غندنه کړي خو اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ویلي چین د روس د غندنې نه ډډه کړې.

ای پي وايي د چین د خارجه وزارت ترجمان (ترجمانې) وویل چین په ټولو اړونده فریقېنو غږ کوي چې د امنیت په اړه د یو بل د تشویش احترام دې وکړي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه چین یوازنی ملک دی چې د روس غندنه یې نه ده کړې بلکې په امریکې یې د صورتحال د خرابولو الزام پورې کړی دی.

ای پي وايي د چین د خارجه وزارت ترجمان (ترجمانې) وویل چین په ټولو اړونده فریقېنو غږ کوي چې د امنیت په اړه د یو بل د تشویش احترام دې وکړي.

د چین خارجه وزارت وویل ټول فریقېن باید د امن دپاره کوښښونه وکړه او د جنګ او تاوتریخوالي د زیاتولو نه دې ډډه وکړي. ای پي وايي چین دا ژبه د دې الزام لګولو دپاره استعمالوي چې مغربي ملکونو تاوتریخوالي ته لمن وهي.

د روس صدر ولادمیر پوتین چې د زيارت/ پنجشنې په سهار د یوکرېن په ختيځ کې د پوځي عملياتو اعلان وکړو.

د امریکې صدر جو بايډن د روس برید وغندلو او ملګرو ملتونو په روس د پوځ بيرته غوښتو غږ کړی او په يوکرېن کې مارشل لا لګول شوې ده.

د روس د صدر د پوځي عملياتو د اعلان وروسته د وي او اې د خبر ترمخه د يوکرېن د پلازمينې کیف سره نزدې غټه چاودنه شوې، او چارواکو ويلي روس د کروز ميزايلو د لارې پوځي ځايونه په نخښه کوي

د اوکراین پوځ وویل په اوکراین د یرغل شروع کولو په مهال روسي ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د اوکراین په پوځي هدفونو د راکټو حملې وکړې او په مختلفو ښارونو کې په هوايي ډګرونو حملې وکړې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اوکراین د ولسمشر یو مرستیال خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه 40 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه د اوکراین سرښار کیف په مرکز کې خاموشي وه، لارې کوڅې خالي وې او په رهایشي علاقو کې د بېنکونو ای ټی اېم مشینونو او د کریانې د دوکانونو نه بهر د خلکو قطارونه وو.

د کیف ته د مغرب په لوري تلونکو لویو لارو د موټرو ګڼه وه ځکه چې خلک د ښار نه د مغرب په لوري وتل.

د اوکراین په مشرق کې هم په پېټرول سټېشنو او سپرمارکیټونو د خریدارانو ګڼه ګوڼه وه او د سحر د پېنځو او شپږو بجو ترمنځ د روس د پولې د لورې نه د چاودنو اوازونه اورېدل کېدل.

په اوکراین د روس د حملې په اړه د امریکې صدر جوبایډن وویل د اوکراین ولس د روس د ناجایزه جنګ دلاسه د مشکل سره مخامخ شوي دي.

امریکې او مغربي اتحادیانو یې لوظ کړی چې په اوکراین د روسیې د حملې په ځواب کې به د مسکو په ضد سخت اقتصادي بندیزونه لګوي.

د يوکرېن صدر ولاديمیر زيلنسکي د زيارت په ورځ په ملک کې مارشل لا لګولې او په خلکو يې غږ کړی چې نه ويريږي، د امريکې د صدر جوبايډن سره یې خبرې کړي دي.

د امریکې صدر جوبايډن په ټویټر ويلي، د زيلنسکي سره یې خبرې شوي، د روس د پوځ بې جوازه بريد غندي او هغه يې د نړيوالې غندنې او د ملګرو ملتونو د امنيتي کونسل په غونډه خبر کړی دی.

نوموړي ویلي، د يوکرېن صدر ورته ویلي چې په نړيوالو مشرانو غږ وکړي چې د پيوټن د يرغل پرضد ښکاره خبره وکړي او د يوکرېن د خلکو سره ودريږي.

بايډن زیاته کړې، سبا به د جي7 مشرانو سره وينم، او امریکا او اتحاديان به يې په روس نور سخت بندېزونه لګوي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرېس د روس په صدر غږ کړی، چې د انسانيت په نوم،، خپل پوځونه بيرته را وغواړه، او دا شخړه دې ودرول شي.

د يوکرېن د بهرنيو چارو وزير ډمټرو کوليبا ویلي،

پيوټن په يوکرېن پوره حمله پېل کړې ده، د يوکرېن پرامنه وګړي د بريدونو لاندې دي. دا جګړه يرغل دی. يوکرېن به خپله دفاع کوي او بريالی کيږي به. نړۍ دې پيوټن ودروي. دا د عمل وخت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG