لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له مکسیکو نه پس، له کاناډا سره د امریکا د نوې تجارتي معاهدې هڅې


د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ
د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکا او کاناډا مذاکره کار د شمالي امریکا آزاد تجارت معاهدې متبادل لټولو لپاره په واشنگټن کې تفصیلي خبرې اترې کوي.

دا خبرې اترې پس له هغې مخې ته راغلې چې امریکا او مکسیکو د یو کال نه د زیاتې مودې خبرو اترو وروستو روانه اونۍ خپلو کې د دوه اړخیزه تجارت یوې معاهدې باندې متفق شول او کاناډا لپاره ېې هم لاره خلاصه کړه چې دې خبرو اترو کې شامل شي. د امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ اوسنۍ کومه معاهده چې ده، هغه نفټا نومیږي او له ٢۴ کالو راهسي یې له مخې د دریو هیوادونو تر منځ سالانه د 1 $ ټریلیون ډالرو تجارت کیږي.

د کاناډا د بهرنو چارو وزیرې کرسټیا فري لېنډ د نهې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې مکسیکو سره خبرې اترې ډېرې گټورې وې او کاناډا لپاره ېې هم لاره هواره کړه چې دا اونۍ امریکا سره خبرې اترې بېرته شورو کړي.

مېرمن فري لېنډ نور ویلي دي چې د گاډو پرزو او د کاریگرو قوانینو په لړ کې مکسیکو ډېر مهم رعایتونه ورکړي دي، چې ورسره کاناډا د امریکا سره خبرو اترو په لړ کې ډېر خوشبینه دې چې ښې نتیجې به ېې راوځي.

د ٢ میاشتو نه د زیاتې مودې پورې د خبرو اترو نه بهر پاتې کېدو وروستو مېرمن فري لېنډ به اوس د فشار لاندې وي چې امریکا او میکسیکو چې په کومو شرطونو خپلو کې متفق شوي دي هغه دې قبولې کړي. د امریکا کانگرس هم غواړي چې پدې معاهدې کې دې کاناډا شامل شي.

دا لا واضحه نه ده چې امریکا او کاناډا به د گاډو او د پیو (شیدو) نه د جوړو شېانو په خرڅون باندې مالیې په سر د اوږدې مودې اختلافات حل کړي او که نه، کومو چې د میاشتو پورې روانو مذاکراتو با وجود دوام لرلو.

امکان دې چې مېرمن فري لېنډ به په واشنگټن کې د میکسیکو چارواکو سره هم ملاقات وکړي.

د امریکا او مکسیکو ترمینځه د تجارتي معاهدې وروستۍ جزییات لا حتمي شکل ته نه دي رسېدلي. خو د امریکا د تجارت وزارت نماېنده رابرټ لایټیزر ویلي دې گمان کوي دا معاهده به د دواړو هېوادونو په گټه وي او له امله به ېې کرونده گرو او نورو کاریگرو لپاره د روزگار موقعې پېدا شي.

د ټېکسونو نه بچ کېدو لپاره په معاهدې کې غږ پوې دې چې د گاډو ٧٥ فیصده پرزې دې په امریکا یا مېکسیکو کې دننه جوړ شي. دې ترڅنگ د گاډو پرزو جوړونکي ۴٠ نه واخله ۴٥ فیصدي کاریگرو ته دې باېد د گهنټې په سر ١٦ ډالرې یا دې نه زیاتع معاوضه ورکړې شي.

په امریکا کې د گاډو پرزو جوړونکې کاریگرو ته د گهنټې په سر ٢٢ ډالرو نه زیاتې پېسې ورکولې کیږي خو په میکسیکو کې دا معاوضه د گهنټې په سر ٣ نهم ډالرو نه کمه ده.

د امریکا او میکسیکو ترمینځه دا معاهده د ٦ کالو لپاره شوې ده او د دې وروستو به دوانړه هېوادونه د دې جاېزه اخلي او که دوانړه متفق وي نو راتلونکې نورو ١٦ کالو لپاره به دا اوغزوي. خو پدې معاهدې کې د سټیلو او امونیم نه جوړو مصنوعاتو باندې ټیکسونه نه دي ختم کړې شوي کوم چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ روان کال په میکسیکو لگولې وو.

د امریکا او میکسیکو ترمینځه په کال ٢٠١٧ کې د ٦١٥ عشاریه ٩ بلینه ډالرو تجارت شوې وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG