لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: له سیاسي بحرانه د وتلو لپاره ضروري ده چې پوځ خپل ځان له سیاسته بیل کړي


د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وایي په هیواد کې د روان سیاسي ناورین نه د وتلو لپاره به پوځ ته له سیاسته ځان بېلول وي.

په تحریک انصاف ګوند د حکومت لخوا د بندیز لګولو پرېکړې ته خپل غبرګون کې مولانا فضل الرحمان په ایکس رسنۍ لیکلي ، د سیاسي قونو په ضد طاقت کارول کېدو له لارې ستونزې نه هواریږي بلکې دې سره به انتشار نور هم زیاتیږي.

مولانا فضل الرحمان پوځ سیاست کې په مداخله تورن کړی اؤ ویلي یې دي تر څو چې پوځ له سیاسته لاس نه وي اخستی تر هغې ملک له بحرانه نه شي وتلی.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي وخت په وخت په پوځ تورونه لګوي چې سیاست کې مداخله کوي اؤ پخپله خوښه حکومتونه جوړوي اؤ ماتوي خو په نومبر کال ۲۰۲۲م کې د پاکستان د پوځ پخواني سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وؤ پوځ مخکې سیاست کې مداخله کړې وه خو اوس یې نه کوي.

مولانا فضل الرحمان پخپل بیان کې ویلي که چرې ټولې ادارې ایین کې د هغوي لپاره د ورکړل شوؤ اختیاراتو له مخې پخپل لوري روانې پاتې شي نو دا ملک په پښو ودریدلی شي .

هغه ویلي که طاقتوره حلقې زر تر زره په دې حقیقت پوهه شي نو دا به د ملک پخپله د هغوي لپاره همدومره غوره وي.

د هغه په وینا "که چرې داسې ونه شي نو اړی ګړی به وده کوي ځکه نو مقتدره دې ومني چې موجوده هایبرډ نظام ناکامه شوی دی"

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ پرون(دوشنبه) ویلي وؤ،حکومت په تحريک انصاف ګوند د بنديز لګولو فيصله کړې او حکومت به د پخواني صدر عارف علوي، د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني ډپټي سپيکر قاسم سوري پرضد د آيين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمه کوي.

تحریک انصاف ګوند د حکومت دا پرېکړه غندلې اؤ د حکومت له لوري په پي ټي آي د بندیز اعلان یې په سپریم کورټ حمله بللې ده.

د تحریک انصاف ګوند چیرمین ګوهر خان ، عمومي سکتر عمر ایوب اؤ مرکزي مشر شبلي فراز د ګل په ورځ اسلام اباد کې یو پریس کانفرنس ته ویلي، ګوند یې د درې کروړه ولس نمایندګي کوي اؤ حکومت چې په دې ګوند د بندیز کوم اعلان کړی نو دا په عدلیې د حملې کوشش دی.

هغوي ویلي ګوند یې د عدلیې سره ولاړ دی اؤ د حکومت غیر جمهوري ګامونو غندنه کوي.

حکومت په تحریک انصاف ګوند د بندیز دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په 12مه جولايۍ د پاکستان سپريم کورټ د قامي او صوبايي اسمبليانو د مخصوصو څوکيو په اړه د پېښور هايکورټ او الېکشن کمېشن فېصلې کالعدم کړې او فېصله یې اورولې وه چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مخصوصه څوکيو حقداره ګوند دی.

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ 13 کسيزه فل کورټ بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست فېصله اورولې او ويلي یې وو، د انتخابي نخښې په ختمولو سره په انتخاباتو کې د کوم سياسي ګوند د برخې اخستو حق نه شي ختمېدی، پي ټي آی دې په 15 ورځو کې د مخصوصو څوکيو په اړه خپل فهرست جمع کړي. په 13 ججانو کې اتوو د فېصلې حمايت او پينځو یې اختلاف کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG