لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یونان ساحل سره نژدې د کډوالو کشتۍ د ډوبېدو له امله 16 کسان مړه شوي


د چارواکو په وېنا دواړه کشتۍ په داسې حال کې په سفر وې چې سمندر لوړې څپې وهلې او هواګانې په ګنټه کې په 100 کلومېټر په رفتار چلېدلې
د چارواکو په وېنا دواړه کشتۍ په داسې حال کې په سفر وې چې سمندر لوړې څپې وهلې او هواګانې په ګنټه کې په 100 کلومېټر په رفتار چلېدلې

د یونان کوسټ کارډ یا د ساحل د تحفظ ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د یونان سره نژدې د کډوالو دوه کشتۍ په سمندر کې د لاهو کېدو له امله لږ تر لږه 16 کسان مړه شوي دي.

چارواکو وويل یوه بېړۍ د یونان مشرقي جزیرې لېسبوس سره نژدې، د ترکي د ساحل سره هم نژدې ده، په سمندر کې لاهو شوه.

امدادي کارکونکو سمندر نه د 15 کسانو مړي او پېنځه کسان يې ژوندي را وویستل او د نورو کسانو دپاره موندلو دپاره هلې ځلې دوام لري.

د کډوالو دویمه بېړۍ د کایتیریا جزیرې سره نژدې په سمندر کې کاڼو سره د ټکر کېدو وروسته لاهو شوه.

چارواکو وویل په د دغه کشتۍ کې ناست 30 کسان ژوندي راوویستل شوو.

د چارواکو په وېنا دواړه کشتۍ په داسې حال کې په سفر وې چې سمندر لوړې څپې وهلې او هواګانې په ګنټه کې په 100 کلومېټر په رفتار چلېدلې.

د انساني حقونونو فعالان وايي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او د افریقي په شمول د دنیا د یو شمېر ملکونو نه په سلګونو خلک د ښه مستقبل په تکل کې یورپ ته د رسېدو کوښښونه کوي او ګڼ شمېر کسان په خطرناکو لارو د تګ په مهال ژوند هم ورکړي.

د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ یوې چارواکې جوډېټ سنډرلېنډ په خپل یو مضمون کې ویلي په 2022 کې 1200 کسان په بحیره روم کې مړه شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG