په لیبیا کې د ناقانونه کډوالو کشتۍ په سمندر کې چپه شوې ده چې له امله یې 61 کسان په سمندر کې ډوب شوي اؤ دغه ډوب شوي کسان مړه اعلان کړی شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د رپورټ له مخې په کشتۍ کې له ناستو 86 څخه د زیاتو مسافرو له ډلې 25 یې ژوندي ژغورل شوي دي.
د کډوالو لپاره د نړیوال سازمان (IOM) په وینا، ژغورل شویو کسانو ویلي چې کشتۍ د لیبیا له شمال لویدیځ ساحل څخه روانه شوې وه، چې ډیری کسان په کې د نایجیریا، ګامبیا او نورو افریقایي هیوادونو سره تړاؤ لرونکي سپاره وؤ.
د آی او ایم په وینا په لیبیا کې ډوبه شوې کشتۍ کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
د آی او ایم د ویاند فلاویو ډی ګیاکومو په وینا، سږکال د میډیټیرین ماییګرینټ په لاره
له 2,250 څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی،
دا شمیره ښیي چې له بده مرغه په سمندر کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره کافي اقدامات نه دي شوي.
سږکال د جون په میاشت کې هم د لیبیا څخه اټلي ته روانه کشتۍ د یونان په سمندر کې چپه شوې وه چې پکې تر 750 زیات کسان مړه شوي وؤ.
Forum