لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مير ضيا لانګو: هندوستان په ګوادر کې زمونږ خلک استعمالوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضیا لانګو دعوه کړې او تور یې لګولی، هندوستان "زمونږ خلک زمونږ پرضد کاروي. مونږ ته به د شعور مظاهره کول وي". د هندوستان لخوا د بلوچستان د کورنيو چارو وزير تازه بیان کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو له دې وړاندې چې پاکستان په هند تورونه لګولي، چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

لانګو څو ساعته وړاندې په اېکس (پخواني ټويټر) يو ويډيو بيان کې ويلي، "نه په ګوادر کې د حقونو مخه نيول کیږي او نه د ګوادر د خلکو حقونه تروړل کيږي، دلته يواځينۍ ايجنډا ده د هندوستان، د کومې چې زمونږ خلک په پوهه او ناپوهۍ کې ښکار کيږي، د هغې مقصد د ګوادر سي پورټ په شان پروجېکټونه، سي پېک په رنګ پروجېکټ کوم چې زمونږ د مستقبل د پرمختيا ضامن، د هغې په وړاندې خنډان جوړوي".

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير په ګوادر کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د پرلت په اړه دغه خبرې کړي دي.
د بلوچستان صوبې په ساحلي ګوادر ښار کې په 28مې جولايۍ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ (بلوڅ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډه) اعلان کړې او دغه غونډه بيا په پرلت بدله شوې وه، کومه چې تراوسه روانه ده.

مير ضيا لانګو ويلي،" د وزيراعلا بلوچستان په لارښوونه د ټولو ګوندونو په مرسته په ګوادر کې د پرلت سره خبرې وشوې، چې د هغوی غوښتنې ومنل شي او پرلت ختم شي".

Gwadar sit-in organized by Baloch Yekjehti Committee.
Gwadar sit-in organized by Baloch Yekjehti Committee.

هغه ویلي، "د پرلت ځينې غوښتنې وې چې هغه د منلو نه وې خو بيا د هغو غوښتنو واورېدل شوې او لاسليک وشو چې دغه پرلت به ختمول کيږي، خو دغه پرلت بيا هم روان دی".

د نوموړي په خبره، "نه ده معلومه چې هغه تړون ولې نه دی منل شوی، باوجود د دې چې سرکار سړکونه پرانستل، 75 کسان چې نيول شوي وو پرلت ته حواله کړل شو، خو نه ده معلومه چې د دې پرلت په شا مقصد دی، چې نه ختمول کيږي".

د مير ضيا لانګو د بيان نه څو ساعته وړاندې بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په اېکس خپره کړې اعلاميه کې ويلي وو، په ګوادر کې د بلوڅ راجي مچي پرلت روان دی.

د اعلاميې ترمخه، "رياست په مذاکراتو کې سنجيده نه دی، د مذاکراتو په وخت ټول بلوچستان کې طاقت کارول شوی، مکران په بشپړ ډول تړل شوی، او د مذاکراتو په نوم مونږ ته ګواښونه کيږي او ځورول کيږو".

اعلاميه کې زياته کړل شوې، "بلوڅ يکجهتي کمېټي ګڼي چې ډي سي ګوادر او وزيران اختیار نه لري، که سنجيده مذاکرات کول وي، نو با اختیاره خلک دې مذاکراتو له راشي".

ويل شوي، "د مذاکراتو نه وړاندې دې د ګوادر په ګډون مکران کې انټرنېټ او نېټ ورک په ځای کړل شي".
په اعلاميه کې زياته کړل شوې، "کارکنان دې په احتجاج او پرلتونو کې د رياستي خفيه ادارو په غړو کلک نظر ساتي، ځکه د خفيه ادارو خلک د عامو خلکو په جامه کې ور داخليږي او ګډوډي جوړولو هڅه کوي".

د اعلاميې اخره کې ويل شوي، "د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مرکزي پرلت په ګوادر کې روان دی او مذاکرات به يواځې د ګوادر په پرلت کې کيږي".

ګوادر د بلوچستان صوبې ساحلي ښار او د مکران ډويژن ضلعه ده، د پاکستان او چين د اربونو ډالرو اقتصادي پروژې سي پېک مرکز هم دا ښار دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG