لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیاسي او اقتصادي کړکېچ وروسته د سري لنکا وزیراعظم استعفا ورکړه 


د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د راجاپکسی د استعفا نه وړاندې د هغه د پلویانو او مخالفینو په جګړه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي او د 150 نه زیات زخمیان شوي دي

د تېرې څه مودې راهسې د سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ د سري لنکا وزیراعظم ماهېندا راجاپکسی د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د راجاپکسی د استعفا نه وړاندې د هغه د پلویانو او مخالفینو په جګړه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي او د 150 نه زیات زخمیان شوي دي.

د رپورټ ترمخه د واکمن ګوند د پارلېمنټ یو غړي د حکومت په ضد احتجاج کونکی یو مظاهره چي ووژلو او بیا يې خپل ځان هم ووژلو.

د رپورټ ترمخه د 22 مېلین خلکو هېواد سري لنکا د تېرو دوو میاشتو راهسې د سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره ښکار شوی دی په ملک کې د خوراک، تېلو او د بنیادي ضرورت د نورو شیانو کمی جوړ شوی چې له امله یې په پراخه کچه مظاهرې راپارېدلي.

ای اېف پي وايي په 2009 کې سري لنکا د خانه جنګۍ نه ځان راوېستلو خو به 2019 کې د اسلامي وسله والو په بمونو په هدف کړو او بیا د کرونا وبا د هېواد د سیاحت مد ته سخت زیان ورسوولو.

XS
SM
MD
LG