لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: امنیتي مامورینو کرم ضلعې ته د ورتګ نه منع کړی یم 


 محسن داوړ
محسن داوړ

د شمالي وزیرستان څخه منتخب شوی د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ یا د ملي جمهوري تحریک مشر محسن داوړ ویلي حکومتي مامورینو کرم ضلعې ته ور تګ نه منع کړی شوی دی.

د سيمې پولیس او انتظامیې وي او اى ډيوه ته تایید کړه چې د انتخابي ټاکنو د کمېشن په لارښوونه محسن داوړ کرمې ضلعې ته د دننه کیدونکې لارې چپري چیک پوسټ نه بيرته ستون کړى شوی دى.

محسن داوړ وي او اى ډيوه ته وويل دوی د ګوند د تعرفي غونډو په موخه د کرم قبایلي ضلعې سفر کولو او هلته یې د خلکو سره خپل ګوند معرفي کولو چې دا د دوٸ ايیني او قانوني حق دى.

خو د تاکنو کمېشن وايي چرته چې بلدیاتي تاکنې اعلان شوي هلته دصوبو او مرکزي حکومتونو د وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون دقامي اسمبلۍ د منتخبو استازو په تګ هم بندیز لګول شوى دى

د صوبې په 17 ضلعو کې د دسمبر په 19مه بلدياتي ټاکنې شوي او انتخابي کميشن د صوبې پاتې برخو کې د راتلونکي مارچ دمياشتې په 27 نيټه د پوځ د څار لاندې د بلدياتي انتخاباتو د دويم پړاٶ اعلان کړی دى.

محسن داوړ وویل د زیارت، پنجشنبې، په نن سحر د کرمې په لویه لار چپري چیک پوسټ ته ورسېدل نو هلته د وړاندې نه په زیات شمیر پولیس او نور امنیتي سرتیري په ځاٸ کړل شوي وٶ او د دوٸ مخه یې ونیوله او ضلعې ته د ننوتلو موقع یې ورنکړه.

محسن داوړ په خپل ټوېټر پېغام کې وویل چې کرمې ته د خپل ګوند د غونډې په لړ کې روان و چې هلته د ورتګ نه منع کړی شوی. هغه زیاته کړه چې وسله وال په ازاده ډول په ملک کې حرکت کوي خو سیاستوال د خپلو خلکو سره د لېدلو نه منع کېږي.

داوړ زیاته کړه دوٸ ته وویل شول چې د ټاکنو کمیشن نه دا امر راغلى چې دوٸ ضلعې ته مه پریږدٸ اٶ وروسته له هغې بیا دوٸ بېرته له چیک پوسټ څخه ستانه شوي دي.

داوړ وویل چې دا بهانې دي او له دې لارې دوٸ غواړي پښتانه غیر سیاسي وساتل شي او مترقي سوچ دوی ته انتقال نه شي.

د کرم ضلعې د انتظامیه دفتر وي او اى ډیوه ته وویل معلومات ترلاسه کړي وٶ چې د ملي جمهوري ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړى محسن داوړ د کرمې قبایلي ضلعې دسفر پرمهال دغلته د ګوند فعالینو سره غونډې کوي.

دا په داسې حال کې د چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي انتخاباتو په دویم پړاو کې دغلته هم ټاکنې اعلان شوې دي.

د کرمې ضلعې د پولیسو مرستیال مشر جوهر خان وویل محسن داوړ یې د ټاکنو دکمیشن په لارښوونه ستون کړى دى.

نوموړي وي او اى ډیوه سره د کرمې ضلعې د پولیسو دمشر اعلامیه شریکه کړه چې ترمخه يې ویل شوي د ټاکنو دکمیشن لخوا لارښوونه شوې چې د ملک صدر، وزیراعظم سپیکرز، دسینيټ چیرمین، د صوبو او د مرکزي حکومت وزیران او مشیران نه شي کولى چې د هغو سیمو سفرونه وکړي چرته چې بلدیاتي ټاکنې اعلان شوې دي.

اعلامیه کې د قامي اسمبلۍ د منتخبو غړو په سفر دبندیز هم ویل شوې دي.

د پولیسو اعلامیه کې ویل شوي چې د ځینو سیاسي ګوندونو مشران د ضلعې سفر کوي او دا دې د ټاکنو دکمیشن د لارښوونو له مخې ستانه کړای شی.

د خیبر پښتونخوا د صوبې د ټاکنو دکميشن ویاند سهیل خان هم وویل دوٸ ته معلومات تر لاسه شوي چې محسن داوړ نه دى پریښودل شوى خو په دې نه دى خبر چې دهغه د نه پریښودو علت څه دى ـ

هغه ډيوه سره خبرو کې د دغه اعلامیې پخلى وکړو،خو محسن داوړ وایي حکومتي وزیران په خلاص مټ په پولیټکل کمپاین کې برخه اخلي ـ

نوموړي وويل د بلدیاتي انتخاباتو دوروستي پړاؤ پرمهال د ملک وزیراعظم عمران خان د صوبې مرکز پیښور ته سفر کړى ؤ او یو شمیر ترقیاتي پروژې يې اعلان کړې وي ـ

هغه وویل دوی خلکو ته د ناامنۍ پرضد دامن ،ترقۍ او سیاسي پوهې پیغام رسوي نوځکه له خلکو لرې ساتل کیږي

د جنورۍ په وړومبۍ نيته دپاکستان اتتخابي کميشن دخيبر پښتونخوا دوړومبي پړاؤ ترسره شوؤ بلدياتي ټاکنو کې د بنو په بکاخيل پولنګ اسټيشن دحملې، د انتخابي عملې د ځورولو او د ورکړی شوؤ رايو دصندوقونو د تښتولو په تور د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي وزير شاه محمد د پینځوؤ کالو لپاره ناهله ګرځولى دى.

اليکشن کميشن د ملک شاه محمد خان د اسمبلۍ غړيتوب هم ختم کړی دی۔

کميشن د پاکستان تحریک انصاف يوبل د قامي اسمبلۍ غړي او مرکزي وزیر علي امین ګنډاپور ته پولیټیکل کمپاین کې دبرخې اخستو په تور کمیشن ته دوړاندې کېدو امر کړى دى

په اتم دسمبر د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې د وزیراعظم عمران خان په نوم خط ليکلی ؤ او په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاق د عملي کولو مشوره يې ورکړې وه.

د پېښور ريجنل الېکشن کمېشن لخوا په (اتم دسمبر) ليکل شوي خط کې ويل شوي وؤچې د ډان ورځپاڼې څخه ورته مالومه شوې چې تاسو (وزیراعظم) نن د پېښور ممکنه سفر کوئ او د "پاکستان کارډ پروګرام" پرانسته کوئ.

د ټاکنو کمېشن په خط کې ويلي وؤ"ستاسو (وزیراعظم) پام راګرځول کيږي چې په کومه علاقه کې ټاکنې کيږي، هلته د پرمختيايي کارونو اعلان نه شي کېدی"

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG