لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي د پاکستان د قید نه ازاد شوي هندي پاېلټ ته هرکلی ویلی


Abhinandan
Abhinandan

د هند وزیراعظم نریندرا مودي هندي پاېلټ ابهينندن ته هرکلی ویلی او وايي ټول هندوستان يې په نر توب ویاړ کوي.

ښاغلي مودي په یو ټوېټ کې لیکلي ۱۳۰کروړه هندوستانیانو لپاره د هغوي پوځ یو مثال دی.

ابهينندن د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې دوه ورځې وړاندې هله ونیول شو چې جهاز يې وغورځید او دی خپله د حهاز نه روغ ووت، خو ځايي خلکو او د پاکستان پوځ دې وروسته ونیولو او نن د جمعې په ماښام په واهگه پوله هندي چارواکو ته وسپارل شو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ ويلي وو چې قیدي هندي پایلټ ابهېنندن به آزاد کړای شي.

پاکستاني چارواکو ابهېنندن اول له راولپنډۍ نه لاهور ته بوتلو او هلته پاکستاني پوځي چارواکو هندي پوځيانو ته په لاس ورکړو. د دغه منظر ليدلو لپاره گڼ شمېر خلک په واهگه پوله ورغونډ شوي وو.

په دواړو ملکونو کې ځايي ټيلي ويژنونو د ابهينندن د ورسپارلو منظر په ژوندۍ بڼه ښودلو.

په هند او پاکستان کې د قيدي پايلټ د خوشي کېدو په اړه بيلا بيل نظرونه دي. هند داسې دعوې کړي دي چې ښاغلی نندن په پاکستان باندې د فشار وروسته ازاد کړل شوی دی خو په پاکستان کې چارواکي او ميډيا وايي چې دا گام يې په ښه نيت اخستلی دی.

دغه هندی پایلټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغی چې میگ ٢١ ډوله جنگي الوتکه یې وویشتل شوه او د کنټرول لاین پورې غاړې د پاکستان اختیار لاندې سیمه کې رانسکوره شوه.

د هند وزیراعظم، نریندرا مودي د هغه د فوري آزادیدو غوښتنه وکړه او د پاکستان وزیراعظم عمران خان بیا وویل چې د ښه نیت ښودلو په هدف به قیدي پایلټ د جمعې په ورځ خوشې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG