لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو مشران وايي که امن راغلی نو د ګورسل لاره ولې تړلې ده؟


د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان قبایلي سیمې مومند ایجنسې مشران د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ګورسل تجارتي لارې د زر تر زره پرانستلو غوښتنه کړې ده.

دغه تجارتي لاره د تیرو پينځه کالو راهسې د امنیتي اندېښنو له کبله بنده ده، چې ورسره په دغه سیمه کې په سلګونو خلک بیروزګاره شوي او په سیمه کې د خوراکي توکو بېعې هم ګرانې شوي.

د دغه قبایلي سیمې مشرانو دا غوښتنه په داسې مهال کړې چې د افغانستان سره د پاکستان د تجارت کچه ډیره راپریوتې ده، او د دواړه هیوادونو تر مینځه پخوا کیدونکی ۲.۵ اربه ډالره تجارت دا مهال ۱.۶ بلینه ډالره ته کم شوی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خونې یا چیمبر ترمخه د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه سوداګري د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۲م پورې ۴۶ فيصده راکمه شوې خو د کال ۲۰۱۲م په نيمايۍ کې د پاک ـ افغان ټرانزټ د تړون وروستو بيا د کال ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م ترمنځ سوداګري ۶۵ فيصده سېوا شوې او ۲.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې وه.

د پاکستان او افغانستان د جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټريزمشر جنېد اسماعيل مکده یوه ورځ وړاندې وي او ای ډیوه ته ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۱.۶ اربه ډالرو ته راټيټه شوې او د دواړو هېوادونو سوداګر د چين ـ پاکستان په اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې د چمن او تورخم په پوله د اسانتياؤ څخه ناخبره دي.

د مومندو ایجنسۍ یو ځايي مشر ملک فیاض د ګورسل سرحدی لارې په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي د امنیت راتلو وروستو حکومت له اوس دغه لار زر تر زره پرانستل پکار دي.ملک فیاض زیاتوي ٫٫ وړاندې به هره ورځ د ګنداو منډۍ ته د یونیم سلو نه سېوا لارۍ راتلې، په دغه منډۍ کې به تر دوه زرو پورې مزدورانو کار روزګار کوو٬٬.

د ملک فیاض په وینا د یکه غونډ نه ګورسل پورې په لاره به ځاې په ځاې هوټلې اودکانونه وو او د خلکو روزګارونه به روان وو، خو اوس دغه هر څه بند شوي او د خوراکي سامانونو قیمتونه هم ډیر لوړ شوي دي.

د مومند ایجنسې پولټیکل ایجنټ محمود اسلم ددغه لارې د بندیز په اړه ډیوه ته ویلي د دغه لارې پرانستل په سیمه کې د امن سره تړلی او که په دغه سیمه کې امن هم دغه شان پاتې شي نو ډیر زر به دغه لار هم د تجارت لپاره پرانستل شي.

د پاکستان د سرحداتو وزارت یا سېفران سټینډنګ کمیټۍ مشر سېنېټر هلال الرحمان د دغه تجارتي لارې په اړه وي او ای ډیوه ته وايي چې دغه لار د پاکستان او افغانستان ترمینځه تجارت کې مهم رول لري او غواړي زر تر زره دغه د تجارت لپاره پرانستل شي.

ښاغلی هلال الرحمان زیاتوي ٫٫ په مومندو کې امنیت ډیرخه شوی دی، خو د بده مرغه د پولې بلخوا افغانستان کې د لارې پرانستو په لړ کې څه مثبت پیغام نه دی راغلی. که چرې افغانستان زمونږ د خلکو د امنیت ضمانت راکړي نو د دغه لارې پرانستو کې نورې هیڅ قسمه ستونزې نشته٬٬.

د پاکستان قبایلي سیمو زیات تره ځوانان او مشران په خپلو سیمو کې د بی روزګار لکبله زیات تره د هیواد نورو برخو او یا بهرني هیوادونو ته ځي. اکثره ځوانان وايي که د دوي په سیمه کې د تجارت موقعې پیدا شي نو خلکو ته به په خپلو علاقو کې د روزګار او ژوند کولو موقعې په لاس ورشي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG