امریکايي ځواکونو د شام په جنوبي برخه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ هغه دوه ډرون راوغورځول چې امریکايي عسکر يې په هدف کول. په سیمه کې د امریکې د پوځي مرکزونو او پوځي سهولتونو په ضد د ډورن د حملو د لړۍ دا تازه پېښه وه.
د پېنټګان یا د امریکې د دفاع وزارت برېګېډېیر جنرل پېټ رایډر خبریالانو ته وویل د ایران په ملاتړ جنګېدونکو وسله والو د ګل، دوشنبې، په ورځ په التنف پوځي مرکز د دوو ډرون جهازونو حمله وکړه خو د امریکايي ځواکونو د دفاعي نظام ډرون تباه کړل. په حمله کې جاني نقصان نه دی شوی.
جنرل رایډر وویل دوی ده معلومه ده چې ایران د دغو ډلو ملاتړ کوي او ایران به بالاخر ذمه وار بلل کېږي.
په منځني ختیځ کې په امریکايي ځواکونو په یوه هفته کې دا لږ تر لږه پینځمه د ډرون او یا د راکټ حمله وه چې پېنټګان وویل په داسې ډول حملو کې اضافه ليدل کېږي. په ځینو حملو کې معمولي نقصان او خلک هم معمولي زخمیان شوي دي.
يو لوړ رتبه امریکايي پوځي چارواکي خبریالانو ته وویل دا وخت په سیمه کې دا وخت د امریکايي ځواکونو په شمول وخت تاوتریخوالي د زیاتېدو ډیر خطر موجود دی.
تېره هفته په شام کې التنف پوځي مرکز دوو ډورن په هدف کړی و. په شمالي عراق کې ډرون الحریر د هوايي ځواکونو مرکز په نخښه کړی و. په مغربي عراق کې دوو ډورن الاسد پوځي مرکز په هدف کړی و او د بغداد نړیوالې هوايي اډې سره نږدې امریکايي او اتحادي ځواکونه په راکټونو ويشتل شوي وو.
په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو دپاره حفاظتي انتظامات د زیاتولو په لړ غرض د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د اتوار، يکشنبې، په ورځ اضافي امریکايي عسکرو ته په سیمه کې د ګمارل کېدو دپاره د تیارۍ احکامات جاري کړل. دا څرګنده نه ده چې په څومره شمېره کې نور امریکايي عسکر به سیمې ته لېږل کېږي.
د اسټن د اعلان په اړه یو لوړ رتبه امریکايي چارواکي وویل دا ښښي چې امریکايي ځواکونه په تاوتریخوالي کې ممکنه زیاتوالي ته د جواب وېلو په غرض تیاری کول غواړي.
د اتوار، يکشنبې، د ورځې د اعلان نه مخکې د نهې، سه شنبې، په ورځ اسټن د ۲۰۰۰ نه زیاتو امریکايي عسکرو ته د تعیناتۍ دپاره د تیاري حکم کړی و.
امریکايي سمندري بېړه یو اېس اېس ډي ایزنهاور د منځني ختیځ په لوري په سفر ده او یو اېس اېس جېرالډ ار فورډ په مشرقي بحیره روم کې موجود دی.
درې سمندري جهازونه چې په زرګونو مېرین عسکر په کې دي، د اسرایل سره نږدې په سمندر کې هم موجود دي. د دې ترڅنګ د هوايي پوځ دستې هم په سیمه کې ګمارل شوي دي.
امریکي ویلي په سیمه کې د ایران او حزب الله په شان د عناصرو مخنیوي دپاره يې په سیمه کې عسکري موجودګي زیاته کړې ده.
تېره هفته یو اېس اېس کارني څلور مزایلې او ګڼ شمېر ډورن تباه کړل چې په یمن کې ایران پلوه هوثي باغیانو چلولي وو او د پېنټګان ترمخه په ممکنه توګه د اسرایل په لوري روان وو.
Forum