لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انډوپيسېفېک سیمه کې د امريکا او چين زياتېدونکي موجودګۍ د دواړو ملکونو د نښتو امکان ډېر کړی


د امریکايي سمندري پوځ په دې تصویر کې امریکايي او چینايي هوايي جهازونه یو بل ته نژدې په پرواز لیدل کېږي
د امریکايي سمندري پوځ په دې تصویر کې امریکايي او چینايي هوايي جهازونه یو بل ته نژدې په پرواز لیدل کېږي

سويلي کوريا په تادۍ کې خپلې جنګي الوتکې پاڅولې کله چې د نهې/سېشنبې په ورځ د چين او روس جنګي جهازونه په کوريا جزيره کې د سويلي کوريا ټاکل شوي دفاعي حدودو ته ننوتل.

د دې نه وړاندې دوه ځله د تايوان په سمندري اوبو او په سويلي چينايي سمندر کې د امريکا او چين الوتکې يو بل ته مخامخ شوې وې.

د چين د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي کومې الوتکې چې د سويلي کوريا دفاعي حدود ته ورننوتلې وې د چين او روس هغه مشترکه هوايي مشقونو کې يې برخه اخستله ې چې د جاپان او په سويلي چينيايي سمندر دپارسه کېدل.

دا د کال 2019 راهسې شپږم ځل دی چې شريک مشقونه کيږي او دا په داسې وخت کې دي چې د امريکا او د سويلي کوريا ګډ پوځي مشقونه هم شوي.

د سويلي کوريا ټاکل شوي دفاعي حدود د دغه هېواد برخه نه ده خو د سويلي کوريا يونهيپ خبري ادارې ويلي يو هېواد هم دا خبرداری نه و ورکړی چې د چين او روس الوتکې به دغې زون ته ننوځي.

د دې نه وړاندې دوه نورې پېښې شوي چې د اتوار په ورځ پکې د چين جنګي بېړۍ د تايوان په اوبو کې د امريکا د تباه کونکې بېړۍ خوا ته تېره شوې او يو بل چينايي جنګي جهاز په سويلي چينايي سمندر د پاسه په شپږويشتمه می په نړيوال هوايي حريم کې ګرځېدلی. د بايډن حکومت چارواکي دا د چين زورورتيا بولي.

د چين د جهازونو دا پېښې په داسې وخت کې روانې دي چې امريکا د جاپان او فېلپين سره په سويلي چينايي سمندر کې ګډ سمندري مشقونه کوي.

څېړونکي وايي دا به غلط فهمۍ سېوا کړي او د غلطۍ کولو امکان به ډېر کړي ځکه د امريکا او چين د تجارت په پالسيانو، د روس په اوکرين د يرغل او د تايوان د امنيت په سر تاو تريخوالی د وړاندې نه موجود دی.

په دې وخت کې امريکا په انډو-پيسېفېک سيمه کې خپل پوځي قوت نور قوي کوي او د خپلو ملګرو جاپان او سويلي کوريا سره ګډ پوځي مشقونه سېوا کوي.

د پېښو په اړه د چين د خارجه چارو د وزارت وياند وانګ وېنبېن ويلي دا د دې د پاره نه دي چې تګ راتګ په ازادۍ وشي څنګه چې امريکا وايي بلکې په تګ راتګ د واک اخستلو او د يو امکاني پوځي غبرګون راپارولو د پاره دي.

د امريکا د ملي امنيتي کونسل د سټرټيجېک اطلاعاتو د څانګې مشر جون کيربي دا خبره رد کړې چې په دې کې امريکا هم لږه قصور واره او وايي ټولې خواوې غواړي چې دا تاو تريخوال کم کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کستوارا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG