لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د مذهبي دستورې په مهال د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو پېښه کې 116 کسان مړه شوي


د نهې یا سه شنبې په ورځ په هند کې د یوې مذهبي دستورې په مهال د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو له امله تر سلو زیات کسان مړه شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د ای ایف پي نړیوالې خبري شبکې د رپورټ له مخې د بهولی بابا د مذهبي تهوار په مهال له یوې عارضي خیمې څخه د زرګونو کسانو راوتلو په مهال الغاؤ تلغاؤ جوړ شو چې له امله یې ګڼ شمیر ښځې اؤ ماشومان وژل شوي.

چارواکو ویلي چې د الغاؤ تلغاؤ یوه وجه دا هم کیدای شي چې په خیمه کې به ګرمي وه اؤ خلکو به د ځان ویستلو هڅه کوله اؤ په دغه هڅه کې د یو بل د پښو لاندې راغلي دي.

له پېښې وروسته په سوشل میډیا مخې ته په راغلو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې له الغاؤ تلغاؤ وروسته دغه خیمه هم راغورځېدلې وه.

د اتر پردیش ریاست پولیس چارواکو ویلي تر اوسه دې پېښه کې د 116 کسانو د مړینې پخلی شوی دی.

لوړ پوړي پولیس چارواکي شلاب ماتهر ویلي تر اتیاؤ زیات زخمیان هسپتالونو کې پراته دي.

یوې عیني شاهدې کنتلا دیوي پریس ټرسټ اف انډیا ته ویلي "خلک یو د بل د پاسه غورځېدل اؤ کوم چې د پښو لاندې وچقېدل هغوي مړه شول،خلکو هلته نه مړي را ویستل"

په هند کې تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې هم د مذهبي تهوارونو په مهال د الغاؤ تلغاؤ په پېښو کې ګن شمیر خلک مړه شوي دي.

پولیس افسر راجیش سنګهـ ویلي د لکهنوؤ نه درې نیم سوه کلو میټره لرې د هتراس ضلعې په یو کلي کې دې تهوار ته ګڼ شمیر خلک ورغلي وؤ.

رپورټونه د تهوار د برخه والو شمیره ۱۵ زرو ته نزدې ښیي اؤ هندي رسنیو ویلي چې د تهوار منتظیمنو د ۵۰۰۰ کسانو د ګډون اجازت نامه ترلاسه کړې وه.

د هند وزیراعظم نریندر مودي په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي وفاقي حکومت د ځایي چارواکو سره په ګډه ژوبلو ته په وخت د طبي مرستو په رسولو کار کوي.

(ددې رپورټ مواد د ای ایف پي څخه اخستل شوي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG