لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په هوايي ریاست کې اور دلاسه ۳۶ کسان مړه شوي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه اور د ماوي تاریخي ښار لهاینا کې په پراخه کچه تباهي کړې ده
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه اور د ماوي تاریخي ښار لهاینا کې په پراخه کچه تباهي کړې ده

د امریکې د هوايي ریاست په ماوي جزیره کې ځنګلي اور دلاسه لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

په ابتدايي رپورټونو کې اور دلاسه د شپږو کسانو د مړينې خبره شوې وه خو روېټرز خبري اداره وايي اور ځپلې علاقه کې نور مړي موندل شوي او دا ډول د مړو کسانو شمېره زیاته شوې ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه اور د ماوي تاریخي ښار لهاینا کې په پراخه کچه تباهي کړې ده.

لهاینا کاونټۍ ویلي اور دلاسه د ۲۷۰ نه زیاتې ودانۍ او ګڼ موټرې تباه شوي او په سلګونو کسان زخمیان شوي دي.

سمندري طوفان ډورا دلاسه هم اور په چټکتیا خپور شوی او ای پي وايي د جزیرې اوسېدونکي يې په حېرانتیا اخته کړل. ډیرو خلکو په اور نه ځان بچ کولو دپاره د سمندر اوبو ته ودانګل.

ای پي وايي د فضا نه اخیستل شوي د اور ځپلي کلي لهانیا وډیو ښښي چې اور په درځنونو دوکانونه او کاروبارونه تباه کړي. د کلي په هغه بازار کې هم په پراخه کچه تباهي شوې چې په عمومي توګه په کې د سېلګرو ګڼه وي، په رېسټورانټونو کې خوراکونه او په بازار کې خريدارۍ کوي.

صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ماښام په یو بیان کې وویل وفاقي حکومت به په هوايي کې اور د قابو کولو دپاره ټول وسایل مهیا کوي. تر دغه وخت پورې اور دلاسه د شپږو کسانو د مړينې رپورټونه مخې ته راغلي وو.

صدر بایډن وویل سمندري پوځ او کوسټ ګارډ یا د ساحلي تحفظ اداره په اور ځپلو سیمو کې په امدادي هلو ځلو کې مرسته کوي. د امریکي مېرین ځواکونه د هېلې کاپټرو دلار اور د وژلو کوښښونو کې مصروف دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG