د کډوالۍ نړیوال تنظیم ای او ایم وایي په تېره یوه لسیزه کې تر بل هر وخت په نړۍ کې د هغو خلکو مرګونه او ورکېدل زیات شوي چې له خپلو هېوادونو په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته اوښتو او کډه کېدو ته اړ شوي دي.
افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ګڼ شمېر خلک په غیرقانوني لارو تګ ته مجبور شوي خو د طالبانو له واکمنۍ را وروسته دا شمېر لا زیات شوی او ډېرو پکې ژوند بایللی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو دغې ادارې د مارچ پر 26مه په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د 2014م او 2023م تر منځ په تېره یوه لسیزه کې په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو لږ تر لږه 63,285 کسان مړه شوي یا ورک شوي دي.
ای او ایم وایي په دغو کسانو کې د 37,000 یعنې تر 59 فیصده زیاتو کسانو د عمر یا جنسیت په اړه معلومات نه شته، خو وایي په دوی کې چې د کومو کسانو په اړه معلومات لري، د هغه له مخې په مړه شویو کسانو کې تر 17,100 زیات نارینه، تقریباً 5,500 ښځې او تر 3,400 ډېر ماشومان وو.
رپوټ وایي په 2023م کال کې له افغانستانه د کډوالۍ پر لارو 1,181 افغانان مړه شوي دي، وایي دا تر دې مخکې په 2022م کال کې 733 افغانان نورو هېوادونو ته د تلو په وخت مړه شوي وو:
"په تېره لسیزه کې چې [د کډوالۍ پر لارو] د افغانانو مړینې ریکارډ شوې دي دا تر ټولو لوی شمېر دی، په دوی کې زیات کسان یعنې 1,068 کسان له افغانسستانه ایران ته د تګ په وخت مړه شوي دي".
ای او ایم د خپلې څانګې «میسنګ مایګرینټس پراجیکټ» یا د ورکو کډوالو منصوبې د پلټنو له مخې وایي، زیات کسان اوبو ته د لوېدو له کبله مړه شوي دي.
په رپوټ کې راغلي چې په دغو کې شاوخوا 36,000 پناه غوښتونکي اوبو ته د لوېدو له کبله مړه شوي، وایي یواځې 27,000 کسانو هغه وخت په روم سمندر کې ژوند بایللی چې له شمالي افریقې یې یورپ ته سفر کاوه.
په رپوټ کې ویل شوي چې له افریقا او اېشیا وروسته تر ټولو زیات کډوال د روم یا مدیترانې په سمندر کې مړه شوي یا ورک شوي چې وایي شمېر یې 28,854 دی.
د مهاجرت نړیواله اداره وایي تقریباً د 60 فیصده کسانو مرګونه اوبو ته د لوېدو له کبله ریکارډ شوي دي، وایي په دوی کې په درو کې تر یوې برخې زیات خلک د افغانستان، میانمار، شام او ایتوپیا په ګډون د هغو هېوادونو دي چې په شخړو کې دي.
د ای او ایم د معلوماتو له مخې 2023م کال د کډوالو لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال وو، ځکه چې وایي په دې کال کې یواځې په روم سمندر کې 8,541 کسان مړه شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي کېدای شي د تیونس له ساحله د وتلو او د کښتۍ ډوبېدو له کبله زیات خلک مړه شوي وي". رپوټ زیاتوي چې په 2022م کال کې د 462 کسانو پر ځای په 2023 کې لږ تر لږه 729 کسان د تیونس په ساحل کې مړه شوي دي.
"په ټولو تیرو کلونو کې، په مرکزي مدیترانې کې ډیری مړینې د لیبیا په ساحل کې مستند شوي".
د ایټلي، هنګري او برتانیې په ګډون د یورپ ګڼ شمېر هېوادونو د کډوالو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړی او په روانه مارچ میاشت کې یورپي اتحاد مصر ته د اته اربه ډالرو ورکولو ژمنه کړې چې د ایټلي د وزیراعظم جورجیا میلوني په وینا د کډوالو د بهیر د مخنیوي غوره لاره ده.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.
Forum