په قطر کې د فټبال په ورلډ کپ مقابلو کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مراکش ټیم په سېمي فاینل مېچ کې د فرانس لوبډلې سره لوبېږي.
مراکش لومړی افریقايي ملک دی چې د فټبال سېمي فاینل ته رسېدلی دی.
د فرانس او مراکش مېچ به د پاکستان په وخت د شپې دولس بجې شروع کېږي.
مراکش د فرانس د نو ابادیت دلاندې پاتې شوي او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د شورو، چهارشنبې، د ورځ مېچ د دواړو ملکونو دپاره سیاسي او جذباتي حساسیتونه لري.
ای پي وايي د مراکش او فرانس ترمنځ د خلکو تګ راتګ دومره زیات دی چې د ډیرو خلکو دپاره به دا مشکله وي چې د کوم ټیم حمایت وکړي.
د ورلډ کپ په بل سېمي فاینل کې ارجنټینا د نهې، سه شنبې، په ورځ کرواېشیا ته د صفر په مقاله په دریو ګولونو ماتې ورکړو او فاینل ته ورسېدو.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سېمي ګټوتکی فرانس یا مراکش په د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ارجنټینا سره په فاینل کې لوبېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي