لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او ای د خبریال په شمول روس د ۲۰۰ په زیاتو امریکايي شهریانو پابندۍ ولګولې


د جېف سېلډن نه مخکې روس په ۲۰۲۳ کې د وي او ای په مخکنۍ مشر یولانډا لوپېز هم پابندي لګولې وه.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر نوم هم د روس د بندیزونو په فهرست کې شامل دی
د جېف سېلډن نه مخکې روس په ۲۰۲۳ کې د وي او ای په مخکنۍ مشر یولانډا لوپېز هم پابندي لګولې وه. د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر نوم هم د روس د بندیزونو په فهرست کې شامل دی

روس د امریکې په ۲۰۰ شهریانو پابندۍ لګولي دي او وایټ هاوس د جمعې په ورځ وویل د روس اقدام د صدر ولادېمېر پوټن په شان د امر حکمران خطر څرګندوي.

د روس حکومت په امریکايي شهریانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بندیزونه اعلان کړل چې په کی د وایس اف امریکا یو خبریال هم شامل دی.

د وي او ای خبریال جېف سېلډن د قومي سلامتیا په موضوعاتو خبرنګاري کوي. د سېلډن نه علاوه په امریکايي شهریانو د روس په تازه بندیزونو کې یو شمېر نور خبریالان هم دي چې په کې د امریکايي اخبار واشنګټن پوسټ او د نیویارک ټایمز صحافیان هم شامل دي.

روس په مجموعي توګه په ۲۲۷ امریکايي شهریانو بندیزونه لګولي او د پابندیو ښکار کسان یې د روس په ضد په هلو ځلو تورن کړي دي.

د روس د خارجه چارو وزارت وویل د غه ۲۲۷ امریکایان روس ته نه شي داخلېدی. په امریکايي شهریانو الزام لګول شوی چې د امریکايی حکومت یې مرسته کړي چې د روس خلاف تکلارې ته وده ورکړي، عملي يې او جواز ورته جوړ کړي.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا د مواصلاتو مشیر جان کربي د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل د روس فېصله د خبریالانو او بیان په ازادۍ د روس د ګامونو سره سمون خوري. د کربي د وېنا ترمخه پوټن د صحافت او د بیان ازادي د خپلو مفاداتو په ضد بللي.

په سېلډن د روس د بندیز په اړه د وي او ای د عامه تعلقاتو څانګې په یو بیان کې وویل د دا وي او ای منشور دی چې د دنیا هرې برخې ته کره، بې طرفه او جامع خبرونه رسووي، وي او ای د سېلډن د خبرونو حمایت کوي او په روس کې د وي او ای اورېدونکو او کتونکو ته د خبرونو رسوولو نه به منع نه کړی شي.

د جېف سېلډن نه مخکې روس په ۲۰۲۳ کې د وي او ای په مخکنۍ مشر یولانډا لوپېز هم پابندي لګولې وه.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر نوم هم د روس د بندیزونو په فهرست کې شامل دی.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د رای په ازادۍ د روس په قدغنونو تشویش لري. سټېټ ډپارټمنټ د خبریالانو او د شهري حقونو فعالانو د ویرولو د کوښښونو په سختو الفاظو کې غندنه کوي.

د امریکايي خبریالانو نه علاوه روس د امریکې د مختلفو یونېورسټیانو په پروفېسرانو هم پابندۍ ولګولې چې په د امریکې مشهورې یونېورسټۍ هارورډ، یېل او کولمبیا شاملې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG