لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د افغانستان په اړه د سیمه ایزو ملکونو غونډه کوي، طالبان به پکې نه وي 


د ماسکو د چوکاټ غونډې روس په 2016 کې شروع کړې وې چې د هغه وخت د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سیاسي مفاهمت دپاره کار وکړي
د ماسکو د چوکاټ غونډې روس په 2016 کې شروع کړې وې چې د هغه وخت د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سیاسي مفاهمت دپاره کار وکړي

روس ویلي په افغانستان کې په تازه صورتحال غور دپاره به د نومبر په 16 نېټه د سیمه اییزو ملکونو د غونډې کوربتوب کوي.

د ماسکو فارمېټ یا د ماسکو د چوکاټ دلاندې کېدونکي غونډه کې به د افغانستان دپاره د چین، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، ایران، کرغزستان، تاجکستان او ازبکستان خصوصي استازي ګډون کوي.

طالبانو ویلي د ماسکو په غونډه کې د شرکت بلنه نه ده ورکړی شوي.

د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروه د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ماسکو کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان په موضوع غونډه کې به په افغانستان کې په عسکري، سیاسي، سماجي او اقتصادي او بشري صورتحال او په سیمه اییزې سلامتیا غور کېږي. هغې نور تفصیل وړاندې نه کړو.

طالبانو ته د ماسکو په تازه غونډه کې د شرکت دعوت نه دی ورکړی شوی خو د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په ماسکو کې په دغه شان ناسته کې يې ګډون کړی و.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ماسکو د غونډې وروسته به د طالبانو او د نورو افغان سیاسي قوتونو ته تفصیلي معلومات ورکوي. د نورو افغان سیاسي قوتونو نه د هغه مطلب د پخواني افغان حکومت هغه چارواکي دي چې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د افغانستان نه وتلي دي.

لاو رو په ماسکو کې خبریالانو ته وویل روس د طالب استازو سره په مستقل ډول رابطه کې وي او د ماسکو غونډې په اړه به ورته معلومات ورکول کېږي. "مونږ د هغوی نه څه خفیه نه ساتوو."

روسي خارجه وزیر د روس دا غوښتنه تکرار کړه چې په ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د مېرمنو په تعلیم او کار روزګار بندیزونه دې نرم کړي.

لاو رو وویل "مونږ نه ګڼو چې په کابل کې په واک کې زمونږ همکارانو د ولس سره کړي لوظونه پوره کولو دپاره په چټکتیا پرمختګ کوي."

د طالبانو خارجه وزارت وویل طالبانو د شرکت نه بغیر به د ماسکو خبرې "نامکمل" وي.

د طالبانو خارجه وزارت تېره هفته په خپل انلاین بیان کې وویل افغانستان اوس خپلواکه، قانوني او احتساب ته تیار حکومت لري چې موثر امنیت یې قایم کړی، د سرحدونو تحفظ یې کړی او په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډول په مثبت ډول د ګاونډیانو او نورو ملکونو سره ښکیل شوی دی.

بیان زیاته کړه چې د ماسکو په شان غونډو کې د طالبانو غیر موجودګي به په ښکیلتیا منفي اثر وغورځوي.

د ماسکو د چوکاټ غونډې روس په 2016 کې شروع کړې وې چې د هغه وخت د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سیاسي مفاهمت دپاره کار وکړي.

د امریکې په مشرۍ کې د نېټو ځواکونه تېر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان نه ووتل او د صدر اشرف غني حکومت د نسکورو نه پس طالبانو بیا په افغانستان واکمني ترلاسه کړه.

د روس په شمول یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه وايي په رسمیت د منل کېدو دپاره دې طالبان په ښځو بندیزونه ختم کړي.

د طالبانو په موقتي کابینه کې ښځې نمایندګي نه لري. طالبانو په مېرمنو د حجاب اغوستلو پابندي لګولې، د محرم نه بغیر د سفر اجازت نه لري، د روزګار زیاترو موقعو نه منع کړی شوي دي او د جینکو په ثانوي تعلیم بندیز دی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د مېرمنو په اړه په ورستي ګام کې طالبانو په کابل کې ښځې پارکونو ته د تګ نه منع کړي دي. خبري ادارې ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ورته تايد کړی چې په ښځو به پارکونو ته په ورتګ بنديز وي خو په دغه اړه یې نور تفصيل نه دی ويلی.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG