لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق په موصل کې د معلوماتو او پراپېګنډې جنګ چا ګټلی؟


په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي الوتکو په سلگونو بریدونو او د عراق په زرگونو عسکرو، د نهه میاشتو عملیاتو وروسته د عراق موصل ښار د داعش ترهگرو څخه په مکمله توګه ازاد کړی.

د برتانیې راېل یونائیټېډ سروس ادارې لخواه په دې اړه خپور شوی رپورټ څرگندوي، د موصل ښار بریالیتوب پرشا د مقاومتي ځواکونو هغه کمپاین غټ لاس لرلی کوم چې دوي د دولت اسلامي د نه ماتیدو انځور ماتولو لپاره چلولې وو.

د جګړې پوهان وايي امکان دی د موصل کیسه د نورو شخړو لپاره یو درس ولري.

دغه رپورټ ادعا کوي چې په کال ٢٠١۴ کښې د موصل ښار داعش ته په لاس ورتلو وروسته، د مقاومتي قوتونو یوې ناڅرگنده شبکې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش د پراپیگنډې مخ نیوی پېل کړی وو.

د برتانيې "بریټن راېل یونایټېډ سروس انسټي ټیوټ" امنیتي څیړنکار مائیک سټیونز په دې اړه لیکلې: " په حقیقت کې داعش لومړې د اولس په اعصابو قبضه کړې وه چې خلک گیر کړي او ناقلاري پیدا کړي".

د برتانوي پوځ یو پخوانی افسر سټیونز وايي، د داعش د مقاومت او نرتوب دا انځور ماتولو کښې مهم رول د دوو کډوالو لخوا پرانستل شوي یو ریډیو سټیشن لوبولې وو.

د "الغد" په نوم دغه ریډیو په کال ٢٠١٧م کښې د موصل ښار اوسیدونکو لپاره د سندرو د سیالیو یوه خپرونه هغه مهال پیل کړه کله چې د موصل ښار د داعش نه ازادولو لپاره روان پوځي عملیات ښه په زور روان وو.

د دغې خپرونې یو کوربه مراد خان وايي: " دا ریډیو خپرونه ځان کې یو چېلنج وو. دې کښې غټه خبره دا وه چې په خپرونه کې برخه اخېستونکو (اوریدونکو) به خپله د درد یوه قیصه هم لرله".

ریډیو " الغد " به خپله خپرونه کښې د داعش قبضه شوو سیمو کې ژوند کونکو خلکو سره خبرې کولې. په دغه خبرو کې به زیاتره بیا ایتلافي ځواکونو ته د ممکنه اهدافو په اړه معلومات ورکولو سره سره استخباراتي معلومات هم ترلاسه کیدل.کله کله به د خپرونو په مباحثو کې د داعش کمانډرانو پخپله هم برخه اخېسته.

مایک سټیونز وايي دې ریډیو به د خلقو اواز پورته کوو: " دوي خلکو له د خبرو ځایې پیدا کړی وو، چې خلک دلته بحث وکړي. لکه یو ټولنیز رېډیو سټیشن چې کوم کار کوي. د دوي خپرونو هغه خلقو له د سا اخېستو موقع هم ورکړه چا له چې داعش ګوند اعصاب قابوکړې وو.

د دغه ریډیو نه، دوي د داعش خپلې خپرونې سره مقابله کوله او بریالتوب یې پرې وموندلو".

هغه مقاومتي ډلې چې ځان له یې "م" نوم ایښودې و چې مطلب ترې نه "مقاومت" وتلو لارو کوڅو کښې "م" نښه جوړول شورو کړل.

د داعش د یو وډیو نه اخستل شوې یو عکس ښايي چې د داعش ترهگر د مقاومت یو غړې هم د دې نخښې وړاندې وژني.

مایک سټیونز وايي، خلکو په موصل کښې د داعش یو قسم نافرماني شورو کړه: " خلکو د خپل خواه نه د داعش ریډیو سټیشن اوریدو نه خپل اهتجاج پیل کړو او په دیوالونو لیکلو ته یې یوړو. که څوک په دیوالونو خپل ځان داسې ثابتوي چې دوي په شمیرکښې ډیر دي خو په حقیقت کې داسې نه وي! نو دا یو نفسیاتي جنگ شو".

دې قسمه جنگ په اخر کې د دولت اسلامي په موصل کښې ژوند عذاب کړو.

مایک سټیونز وايي دې سره د موصل په خلکو کښې یوه هیله او تمه پیدا شوه. "د موصل لکونو ابادۍ باوجود داعش سره جنگیالي ختم شول. دا په دې نه چې د دوي د نوو خلکو ځان سره شاملولو یا بهرتی هڅې ناکامه شوې، خو اصل خبره دا وه چې په خلقو کښې امید پیدا شو.

ښاغلې سټیونز وايي د "الغد" ریډیو په موصل کښې قیصه د نور جنگ ځپلې سیمو اولس لپاره لوې سبق لري.

" مونږ په دې کار کښې ورځ په ورځ د خرابیدو خطر سره مخ یو، ځکه چې مونږ د لرې نه جنگ کوو او خلکو سره اړیکي نه لرو".

رپورټ په اخر کښې لیکي چې د داعش په ولقه کښې نورې علاقی د موصل په شان کامیابي هغه وخت موندلې شي کله چې د تشدد پرته مقاومت د زړه نه شورو شي، او ځایي خلکو سره اړیکو جوړولو ازادي وي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG