لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خيبرپښتونخواحکومت د پښتوپه نوؤ پينځوؤ فلمونو پابندي لگولې


فاروق فراق
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دکورنو چارو محکمې په صوبه کې د وړوکي اختر په وخت په سنيما گانو لگيدلو د پښتوپه نوؤ پينځوؤ فلمونو زما ارمان , شرط ،بنگي لالى،لوفراؤ قرباني باندي پابندي پابندي لگولې اؤ علت يې دا ښودلى چې ددغو فلمونو منظوري دسينسربورډ څخه نۀ وه اخستل شوې.
په کومو فلمونو چې پابندي لگول شوې په هغې کې دپښتو اولنى ايچ ډي فلم زما ارمان شامل دي چې په سينيماگانو کې ريکارډ بزنس کړى ؤ.
دپابندۍ سره دمخ شوؤ پينځوؤ واړو فلمونو څخه ديو فلم شرط فلمساز مظفرخان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دا خبره غلطه ده چې گنې هغوي دخپل فلم سرټيفيکيټ دسينسربورډ څخه نۀ دى ترلاسه کړى.
نوموړي وويل دهغه پشمول چې داځل څومره دپښتو فلمونو داختر په موقع نندارې ته وړاندې کيدل، دهغې فلم سازانو دسندهـ صوبې دسينسربورډ څخه اجازه يا سرټيفيکيټونه ترلاسه کړي دي.نوموړي ددې علت دا وښودلو چې دپاکستان په ائين کې دشوي ترميم څخه وروستو دسينسراختيار صوبو ته حاصل دى ، خو په خيبرپښتونخوا ، پنجاب يا بلوچستان کې تراوسه صوبائي سينسربورډونو فعاليت نۀ دى شروع کړى اؤ يواځې دسندهـ سينسربورډ فعاله دى.
هغه وويل که چرې دخپلو فلمونو سند دسندهـ دسينسربورډ څخه وانۀ خلي ، نو بيا کومه لاره ورته پاتې کيږي.
مظفرخان دا هم وويل چې دفلمونو دقانون له مخې په ملک کې چې دهرسينسربورډ څخه اجازه واخستل شي ، هاغه فلم په ټول ملک کې نندارې ته دوړاندې کيدو قانوني جواز لري. مظفرخان وويل اوس چونکې پښتانۀ دفلم طرفته راگرځيدلي اؤ سږکال دپاکستان په فلم انډسټرۍ کې دپښتو پينځه اؤ دپنجابۍ اؤ اردو ژبې يواځې يو ، يو فلم جوړ شوى، ځکه نو دا شک هم نۀ شي رد کيدى چې کيدى شي د اردو اؤ پنجابي فلمونو دمارکيټ جوړولو دپاره دپښتو فلمونو مخه ديو سازش لاندې نيول کيږي.
دپيښور دارشد سنيما مالک تنوير وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، هغوي ځکه دغه فلمونه دسنيماگانو څخه نۀ کوزوي چې دسينسربورډ لخوا ورکړل شوي سندونه ورسره موجود دي.
د پی ټی اۍ نا قدين وائ چې خېبر پښتنونخواه حکومت د تېر مذهبی اېتلاف اېم اېم اې حکومت په رنګ کارونه پېل کړی او په مېډېا کښې داسې بحث روان دې چې عمران خان د تندروانو او طالبانو په اړه څه کولې نه شی او فلمونو بندېز په رنګ کارونو ته تکړه دې .

Sent from my iPhone
XS
SM
MD
LG