د ویسټ اېنډیز په وړاندې د افغانستان تنکي ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن په یوې مهمه لوبه کې پرېکړنده رول لوبولی دی.
۱۷ کلن مجیب الرحمن درې وېکټې واخیستې او د نړۍ یو نامتو بېټسمېن کرېس ګېل یې هم اوټ کړ.
مجیب الرحمن ته د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوې.
په زمبابوې کې د لوبو له ختمېدو څو شېبې وروسته مجیب الرحمن په خپلو خبرو کې ویلي، ویاړي چې د هېواد له غوره او تجربه لرونکو لوبغاړو سره ورته د لوبې موقع ورکړل شوې.
مجیب الرحمن ویلي، ده د خپلو تجربه لرونکو ملګرو له تجربو څخه ډیر څه زده کړي دي.
مجیب الرحمن چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، تر دې وړاندې هم له ۱۹ کالو څخه د لږ عمره لوبغاړو د کرکټ په لوبو کې افغانستان لپاره زیات ویاړونه ګټلي دي.