لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په پېنځو ریاستونو کې د اومېکرون مریضان رپورټ شوي دي


د صحت د چارو په اړه د وایټ هاوس مشر مشیر ډاکټر اېنتني فاوچي ویلي چې د کرونا وایرس د امېکرون قسم په اړه چې دا څومره زر خپرېږي او شدت یې څه دی؟ په دې معلومولو کې به قریباً دوه هفتې وخت لګي. هغه وویل تر دغه وخت پورې خلک باید د وېکسین بوسټرشاټ یا دریمه ستن هم ولګوي
د صحت د چارو په اړه د وایټ هاوس مشر مشیر ډاکټر اېنتني فاوچي ویلي چې د کرونا وایرس د امېکرون قسم په اړه چې دا څومره زر خپرېږي او شدت یې څه دی؟ په دې معلومولو کې به قریباً دوه هفتې وخت لګي. هغه وویل تر دغه وخت پورې خلک باید د وېکسین بوسټرشاټ یا دریمه ستن هم ولګوي

د امریکې په پېنځو ریاستونو کې د کرونا وایرس د اومېکرون قسم مریضان رپورټ شوي دي. د ای پي خبري ادارې ترمخه، د دې هفتې نه مخکې اومېکرون په امریکا کې نه و موندل شوی.

د اومېکرون لومړی مریض په کېلیفورنیا ریاست کې، پېنځه کسان په نیویارک او یو په مېنېسوټا ریاست کې رپورټ شوی و. د دې نه علاوه په کالراډو او هوايي ریاستونو کې هم د د اومېکرون پېښې رپورټ شوي دي.

د صحت د چارو په اړه د وایټ هاوس مشر مشیر ډاکټر اېنتني فاوچي ویلي چې د کرونا وایرس د امېکرون قسم په اړه چې دا څومره زر خپرېږي او شدت یې څه دی؟ په دې معلومولو کې به قریباً دوه هفتې وخت لګي. هغه وویل تر دغه وخت پورې خلک باید د وېکسین بوسټرشاټ یا دریمه ستن هم ولګوي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د کرونا وایرس په اړه خبري غونډې ته وېنا کې ډاکټر فاوچي وویل د جنوبي افریقي ماهرین په اومېکرون په تحقیقاتو کې مصروف دي.

د کرونا وایرس اومېکرون قسم لومړی په جنوبي افریقا کې موندل شوی و او ډاکټر فاوچي وویل په لړ کې څېړنې دوام لري.

د کرونا وایرس په اړه کارکوونکي د وایټ هاوس ډلې چې ډاکټر فاوچي یې مشر دی د صدر جوبایډن دا پېغام تکرار کړو چې د کرونا اومېکرون قسم د تشویش وړ دی.

د وایټ هاوس خبري غونډې ته ډاکټر فاوچي نوي معلومات هم وړاندې کړل چې د هغه په قول څرګندوي چې فایزر او موډرنه وېکسین د کرونا وایرس په ضد موثره دي او پکار ده چې خلک وېکسین شي.

د وایټ هاوس د کرونا وایرس ضد ډلې کوارډیڼېټر یا رابطه کار جېف زېنټس خبریالانو ته وویل چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په امریکا کې دوه اشاریه دوه مېلین وېکسین خلکو ته ورکړی شو چې د می نه وروسته په یوه ورځ کې د وېکسین ورکېدو تر ټولو لویه شمېره ده.

زېنټس وویل د اومېکرون د خطر مخینوي دپاره د صدر بایډن حکومت یو شمېر ګامونه اعلان کړي دي چې پکې وېکسین شویو کسانو ته بل وېکسین ورکول، ماشومان وېکسین کول، خلکو ته په کور کې د کرونا ټېسټ کولو سهولت ورکول، د سفر په اړه قوانین سختول او په نړیواله کچه نورو ملکونو ته وېکسین ورکول شامل دي.

په دې لړ کې، زېنټس وویل امریکې تر اوسه پورې یو اشاریه دوه مېلین وېکسین نورو ملکونو ته عطیه کړي دي چې د نورو ټولو ملکونو د عطیه شویو وېکسین نه زیات تعداد دی.

هغه زیاته کړه چې د جمعې په ورځ امریکې 11 مېلین وېکسین نورو ملکونو ته ولېږل چې نهه مېلین وېکسین به افریقې ته لېږل کېږي.

XS
SM
MD
LG