لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې اوکراین سره د 400 مېلین ډالرو نور پوځي امداد اعلان وکړو


اوکراین سره د امریکې په تازه پوځي امداد کې د توپخانې جدید نظام هم شامل دی چې امریکايي مامورین وايي په کره توګه هدف وېشتلی شي او د اوکرایني ځواکونو مرسته به وکړي
اوکراین سره د امریکې په تازه پوځي امداد کې د توپخانې جدید نظام هم شامل دی چې امریکايي مامورین وايي په کره توګه هدف وېشتلی شي او د اوکرایني ځواکونو مرسته به وکړي

د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولو په لړ کې د اوکراین د پوځ د کومک دپاره امریکې اوکراین سره د نور پوځي امداد اعلان کړی دی.

امریکايي مامورینو د جمعې په ورځ اوکراین سره د 400 مېلین ډالرو مالیت د تازه امداد تفصیل اعلان وکړو چې پکې به اوکراین ته جدید ډول توپې او د توپو ګولې ورکړی کېږي. دغه قسم توپخانې د دې نه مخکې امریکې اوکراین ته نه دي ورکړي.

د امریکې د دفاع وزارت يا پېنټګان یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط خبریالانو ته وویل اوکراین ته ورکېدونکي توپخانه کره هدف وېشتلی شي او د اوکراین ځواکونه به یې په کامیابۍ استعمال کړي.

پېنټګان اوکراین سره د تازه امداد اعلان په داسې حال کې کړی دی چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونو د اوکراین په لوهانسک صوبه کې د بریا اعلان کړی او اوکرایني ځواکونه د لېسچېنسک ښار نه په شا شوي دي.

د مغربي ملکونو د استخباراتي اندازو ترمخه، روسي ځواکونه د اوکراین دونېڅک سیمې په لوري د پرمختګ دپاره تیاری کوي.

بلوا د امريکې خارجه وزير اېنټي بلېنکن د بحرالکاهل سيمې د ملکونو د خارجه وزيرانو ترڅنګ د فرانس، جرمني او د برطانيې خارجه وزیرانو سره ملاقات کې اوکراین سره د مرستې په موضوع خبرې کړې دي.

د امريکې د خارجه وزارت یا سټټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پراېس د جمعې په ورځ په يو بيان کې وویل په دغه ناسته کې خارجه وزيرانو اوکریان سره په بشري مرستو، په امنيت او په نړيواله کچه په اوکراین کې د جنګ د لاسه د خوراک د کمي د کشالې په هوارولو صلاح مشوره وکړه

متحده قامونو په يوه تازه څيړنه کې ویلي چې په اوکراین د روس د یرغلله امله په لومړيو دريو مياشتو کې په نړۍ کې د تېلو او خوراک کمی پېښ شوی چې ورسره یو اوویه ميلينه خلک د غربت د کرښې نه ښکته تلي دي.

او د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د جمعې په ورځ د جي ټوېنټي ملکونو د غونډې په مهال دوه ځله د ناستې نه احتجاجن ووتلو.

دغې غونډې ته وېنا کې د امریکې خارجه وزیر په روس غږ وکړو چې روس دې اوکراین نه د خوراکي شایانو د برامداتو مخه نه نیسي.

بلخوا اوکراین د تورسمندر يا بحيره احمر په يوه جزيره خپل بېرغ پورته کړو چې د روس خلاف خپل مزاحمت څرګند کړي خو روسي پوځونو سمدستي په دغه جزيره بريد وکړو او د يوکرېن پوځي چوکۍ يې تباه کړه.

پېنټګان ویلي د امریکې صدر جوبایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین سره د اووه اشاره شپږبېلین ډالرو مالیت پوځي امداد کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG