لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا تاسو پوهیدئ چې موسیقي د انسان په احساساتو څومره واک او اختیار لري؟


د افغانستان کې د مېرمنو د موسیقۍ ډله
د افغانستان کې د مېرمنو د موسیقۍ ډله

موسیقي د انسان په صحت اغیز کولای شي او شفاهي واک لري. مونږ خوشحالولی شي او غمجن کولای هم شي. څیړونکي هم غواړي پوه شي چې دا کار څنګه کوي؟

د وایولین ارام غږ د یو غمجن انسان ‌ذهن تازه کولاې شي او د ډیرو روغتونونو دردناکې تراپۍ یا درملنې څخه ښه دی.

د موسیقۍ هنرمنده مارتا ونیس وايي "موسیقي اندیښنه کمولای شي، تر دې چې د یو ناروغ په درملنه کښې مرسته او د دوا مقدار اخیستو کښې هم کمۍ راولي."

امریکا کښې د روغتیا لپاره نیشنل انسټیټیوټ په دې څیړنې بوخت دی چې څنګه موسیقي توانیږي په ټول بدن اغیز وکړي.

جولیا د جورج ټاون لومبارډي هنري او بشري پروګرام څانگې سره تعلق لري وايي "که چیرته مونږ هنرونه هم داسې مطالعه کړو لکه څنګه چې ساینس دوا او درملنه مطالعه کوي نو زه ګمان کوم چې مونږ به د انسان د ټول بدن ښه درملنه وکړو."

اوپرا میوزیک د مازغو فلمنګ کولو لپاره د مطالعې او تر څیړنو لاندې دی.

د روغتیا نیشنل انسټیټيوټ کارکونکی ډیویډ جنګراو وايي: " که وغواړۍ چې د انسان ذهن لا نور په کار واچوۍ نو باید د موسیقي اوریدو تر څنګ ورسره خپله هم سندرې ووایی او یا هم موسیقي وغږوۍ."

د موسیقي اوریدو پر مهال چې کله د دماغ فلمنګ یا سکننګ وشو نو څیړونکو دا وموندل چې د میوزک اوریدو پر مهال مازغه د ډیر پیچلي ډول حالت څخه تیریږي او که په ‌ذهن کښې یوازې د موسیقي تصور وشي نو هغه لا نوره پیچلې پروسه وي. خو نتیجه یې ښایي چې موسیقي اوریدل کولای شي چې دماغ په کار ښکیل کړي او د ذهن د درملنې سرعت تیز کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG