لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تر نیمې پیړۍ پورې د سندرو ویلو ورسته استاد ناشناس ځان استاد ولې نه گڼي؟


د پښتو ژبې وتلی هنرمند ډاکټر ناشناس وايي ځان استاد نه بلکې اوس هم ځان د موسیقۍ زده کونکی گڼي. هغه وویل چې کله هم ورته څوک استاد ووایی نو ورته په خپل هنرکې خامۍ یادې شي.

استاد ناشناس د وي او ای ډیوه ستوري پروگرام کې وویل چې د هنر په میدان کې د لومړني ٢٥ کلونو ورسته، د اعلا تعلیم ترلاسه کولو لپاره یې په هنري فعالیتونو کې دمه کړې وه خو کله چې واپس د ریکارډنگ دپاره دپاکستان لاهور ښار ته لاړلو نو یو استاد ورته وویل چې هارمونیم یا باجه دې ټیون نه ده، یعنې د باجې سرونه برابر نه دي.

د ناشناس د خپل ځان په حقله دغه رای په خپل ځای خو په افغانستان، پاکستان اود نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هغه ته د موسيقۍ پوهان استاد وايي او د موسیقۍ ځانگړی مکتب یې گڼي.

ډاکټر ناشناس چې دا وخت په اروپا کې ژوند کوي وايي د وطن څخه لرې والی یې ډېردردوي.

د ناشناس خپل نوم محمد فطرت حبیبي دی. استاد وايي د هنر په میدان کې یې د قدم کښېودو ورسته خپل نوم ناشناس ته بدل کړو.

ناشناس وايي د خپل ٥٠ کاله هنري ژوند کیسه یې په خپل نوي کتاب "نیم قرن باترانه های ناشناس" کې لیکلې. هغه وویل دغه کتاب چې دا میاشت یې مخ کتنه شوي په نورو ژبو کې لکه پښتو او انگلش کې به ډیر زر ژباړه شي. هغه وویل زیاتې سندرې یې په دري ژبه کې ویلي نو ځکه یې کتاب اول په فارسۍ کې چاپ کړو.

ناشناس چې په اردو، هندي، فارسي، روسي او انگریزۍ ژبو کې گڼ شمیر سندرې ویلي دي وايي چې د نورو ژبو په پرتله په پښتنو کې یې سندرې کمې ویلي چې وجه یې هغه دا ښايي چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده نو پکې یې معیاري کار کول غوښتل.

ناشناس وايي خپلې ټولې سندرې ورته لکه د خپلو بچو گرانې دي او هره سندره یې په څه نا څه موضوع ویلي ده چې مثال یې هغه د خپل هغه سندرې ورکوي چې "نن به شپه ځما د یار په کوم مقام وي." د نوموړي په وینا دغه سندره یې د خپل خور امریکا ته د تگ ورسته ویلي وه او وجه یې دا ښايي د هغه پسې ټوله کورنۍ خفه وه.

ناشناس څلور خویندې او دوه وروڼه دي او په بچو کې یې دوه ځامن او یوه لور ده څوک چې د خپلو خپلو تعلیمونو ورسته خپلو روزگارونو کې بوخت دي.

د ناشناس سره د مرکې دوه ټوکه دي. دویم ټوک به د اینده خالي په ورځ د پاکستان په وخت د سحر اووه بجې او د افغانستان په وخت د سحر شپږ نېمې بجې کتلی شۍ.

د دغه مرکې وړمبی ټوک دلته کتلی شئ

XS
SM
MD
LG