لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند په یو ریاست کې په سکولونو کې په حجاب د پابندۍ په ضد مسلمانانو احتجاج کړی


د ای اېف پي ترمخه په سوشل میډیا خپاره شوو وډیوز کې لیدل کېږي چې د کرناټکا لږ تر لږه په دوو ښارونو کې په سلګونو مظاهره چیانو چې د هندوستان بېروغونه یې راپورته کړي وو په حجاب د بندیز غندنه یې وکړه
د ای اېف پي ترمخه په سوشل میډیا خپاره شوو وډیوز کې لیدل کېږي چې د کرناټکا لږ تر لږه په دوو ښارونو کې په سلګونو مظاهره چیانو چې د هندوستان بېروغونه یې راپورته کړي وو په حجاب د بندیز غندنه یې وکړه

د هندوستان په کرناټکا ریاست کې مسلمانانو په سکولونو کې د حجاب په اغوستلو د پابندۍ مخالفت او مظاهرې کړي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د هندوستان په دغه جنوبي ریاست کې په حجاب د بندیز په ضد مظاهرې د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوې.

ای اېف پي په خپل رپورټ کې وايي په کرناټکا کې د حجاب په سر د حکومت او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی د مسلمانانو دا ویره زیاتوي چې د وزیراعظم نرندره مودي د هندو قام پرسته حکومت په مهال د دوی سره زور زیاتې کېږي.

ای اېف پي وايي په کرناټکا کې تېره میاشت د حکومت په یو های سکول کې جینکو ته وویل شوو چې حجاب دې نه اغوندي. وروسته دغه هدایات د ریاست لږ تر لږه دوو نورو سکولونو ته وغځول شوو.

د ګرلز اسلامک ارګنایزېشن کرناټکا نومې تنظیم مشرې سومییه روشن وویل په حجاب بندیز متعصبانه او د هندوستان د ایین دلاندې د ورکړی شویو حقونو خلاف دی.

روشن وویل په حجاب بندیز د طالب علمانو د دې حق خلاف ورزي ده چې په شخصي کچه خپله خوښي او ناخوښي وکړي او دې بل چا ته څه نقصان هم نیشته.

د ای اېف پي ترمخه په سوشل میډیا خپاره شوو وډیوز کې لیدل کېږي چې د کرناټکا لږ تر لږه په دوو ښارونو کې په سلګونو مظاهره چیانو چې د هندوستان بېروغونه یې راپورته کړي وو په حجاب د بندیز غندنه یې وکړه.

ای اېف پي د ځايي مطبوعاتو له قوله وايي چې یو سکول په جزوي ډول په حجاب بندیز نرم کړی، جینکو ته یې د حجاب اغوستلو اجازت ورکړی خو ورته یې ویلي دي چې په جدا کلاسونو کې به کښېني. د رپورټ ترمخه دوو سکولونو چې په حجاب یې بندیز لګولی و د ګل، دوشنبې، په ورځ یې د رخصتۍ اعلان کړی و.

ای اېف پي وايي په کرناټکا ریاست د وزیراعظم نرندره مودي د بهارتیا جنتا پارټۍ حکومت دی او د ګوند ځینې مشران په حجاب د بندیز حمایت خو ځینې نور سیاسي مشران یې مخالفت کوي.

د هندوستان کانګرس پارټۍ راهول ګاندهي په ټوېټر په حجاب د بندیز مخالفت وکړو او ویې وېل د حجاب د لارې د مسلمانې جینکۍ د تعلیم د حق نه محرومه کولی شي.

رپورټ وايي د کرناټکا ریاست عدالت به د نهې، سه شنبې، په ورځ فیصله کوي چې ایا په حجاب بندیز په ځای وساتي او که لمنځه یې یوسي؟


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG