لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د میانمار پوځي شورا په اوکراین د روسیې د یرغل ملاتړ کړی


د میانمار د پوځي شورا ترجمان جنرل ژاو مېن تون د وي او ای برما څانګې سره مرکه کې د روسي صدر ولادمیر پوتین د اقدام حمایت وکړو


د میانمار واکمنې پوځي شورا په اوکراین د روسیې د یرغل حمایت کړی او د وي او ای رپورټ وايي په دې طریقه میانمار د زیاترې نړیوالې ټولنې په ضد ګام اخیستی چې د روسيې غندنه کړې او خلاف یې اقتصادي بندیزونه اعلان کړي دي.

د میانمار د پوځي شورا ترجمان جنرل ژاو مېن تون د وي او ای برما څانګې سره مرکه کې د روسي صدر ولادمیر پوتین د اقدام حمایت وکړو.

جنرل ژاو وویل لومړۍ خبره خو دا ده چې د خپلې خپلواکۍ د مضبوطولو دپاره دا ګام اخیستلی دی او دویمه خبره دا ده چې روس دنیا د وښودل چې یو نړیوال قوت دی.

د میانمار د کودتا مشر مېن اونګ هلېنک تېر کال د جون په میاشت کې د روسیې سفر کړی دی او د دواړو ملکونو پوځونه د یو بل سر نژدې تعلقات لري.

روسیه په هغو ملکونو کې شامل و چې د کال 2021 د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه یې په میانمار کې د کودتا دفاع کړې وه. د کودتا په نتیجه حکومت نسکور کړی شو او سیاسي مشره انګ سان سوچي او ځینې نور مشران ونیول شوو.

د کودتا راهسې ملګرو ملتونو او د برمان ماهرینو غوښتلي چې میانمار ته دې د وسلې په خرڅون پابندي ولګول شي خو روس دغه غوښتنې نظرانداز کړي دي.

په میانمار کې د کودتا یو کال د پوره کېدو په موقع امریکې د میانمار د پوځي حکومت سره تړل شویو یو شمېر اشخاصو او ادارو بندیزونه اعلان کړل.

میانمار په 1948 کې د برطانيي نه ازادي ترلاسه کړې ده او د کال 1962 نه تر د 2011 پورې مسلح ځواکونو په هېواد حکومت کړی دی او سوېلین واکدارۍ په اړه یې اقدامات کړي دي.


XS
SM
MD
LG