لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحقیقاتي ډله وايي د میانمار حکومتي ځواکونو د روهینگیا مسلمانانو خلاف جنگي جرمونه کړي


د میانمار مشره ان سان سوچي
د میانمار مشره ان سان سوچي

د میانمار حکومتي ځواکونو د روهینگیا مسلمانانو په ضد جنگي جرمونه کړې دي خو د مسلمانانو په قتل عام یا "جېنوسایډ" کې نه دي ککړ. دا خبره د میانمیار یوې تحقیقاتي ډلې کړې ده چې د میانمار حکومت جوړه کړې وه.

دغه تحقیقاتي کمېشن تېر کال جوړ کړی شوی و چې په کال ٢٠١٧ کې د روهینگیا مسلمانانو خلاف د امنیتي ځواکونو اقداماتو ته کتنه وکړي.

ډلې په خپلو تحقیقاتو کې وویل داسې شواهد یې موندلي چې په بنیاد یې وېل کېدی شي چې د حکومتي امنیتي ځواکونو ترڅنگ یو شمېر نورو عناصرو په ممکنه توگه جنگي جرمونه ترسره کړي او د انساني حقونو سنگینې خلاف ورزۍ یې کړې دي.

خو ډلې وویل داسې ثبوتونه ناکافي وو چې بنیاد یې وویل شي چې گني دغه جرمونه په دې غرض ترسره کېدل چې په "مکمله توگه یا په جزوي" توگه دې روهینگیا تباه کړی شي.

د میانمار په رخاین صوبه کې د امنیتي ځواکونو په چېک پوسټونو د حملو په ځواب کې عملیات پېل کړل. په رخاین کې د عملیاتو وروسته د سیمې څخه ٧٣٠٠٠٠ روهینگیا مسلمانانو بنگله دېش ته گډه وکړه.

ملگرو ملتونو ویلي د قتل عام یا "جېنوسایډ" په نیت د روهینگیا مېرمنو سره اجتماعي جنسي زیاتی او د خلکو وژنې شوې دي، په سلگونو کلي او د زرگونو په شمېره کې کورونه وسوزول شو.

گېمبیا هیواد د او ايي سي یا ارگنایزېشن اف اسلامک کواپرېشن په نمایندگۍ د میانمار د روهینگیا مقدمه د ملگرو ملتونو د انصاف نړیوال عدالت ته وړلې وه او پکې وېل شوي چې په میانمار کې د روهینگیا قتل عام یا جېنوسایډ شوی او لا اوس هم دوام لري.

نړیوال عدالت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د میانمار په مقدمه فیصله اعلانونکی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG