لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ 41 فیصده غړو د سږني کال د بجټ په بحث کې برخه نه ده اخیستې، رپوټ وایي


د فافن رپوټ زیاتوي چې په بجټ سېشن کې د قومي اسمبلۍ 18 غونډې شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان څلور غوڼدو کې ګډون کړی
د فافن رپوټ زیاتوي چې په بجټ سېشن کې د قومي اسمبلۍ 18 غونډې شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان څلور غوڼدو کې ګډون کړی

د پاکستان قومي اسمبلۍ غونډه یا سېشن چې د راتلونکي مالي کال 2020-21 بجټ د منطورۍ او بحث دپاره رابلل شوې وه په دغه غونډه کې د قومي اسمبلۍ 141 غړو په بحث کې برخه اخیستې نه ده.

دغه اجلاس د جون د میاشتې پنځمې نه تر دیرشمې نیټې پورې دوام لرلو. د فافن ( د فري اینډ فیر الېکشن نیټ ورک) په نامه د اداری د رپوټ ترمخه د قومي اسمبلۍ ډیرغړي چې په دغه بحث کې برخه نه ده اخیستې د هغو تعلق د واکمن تحریک انصاف او ایتلافي ډلو سره وو چې شمېر یې 75 دی، او د اپوزیشن 65 غړي د بجټ په بحث کې شامل شوي نه دي. په رپوټ کې ویل شوي چې د قومي اسمبلۍ 342غړو کې یواځې 199 غړي په بجټ سېشن کې په بحث کې شامل شوي.

د فافن رپوټ زیاتوي چې په بجټ سېشن کې د قومي اسمبلۍ 18 غونډې شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان څلور غوڼدو کې ګډون کړی خو د اپوزیشن مشر شهبار شریف په کرونا وایرس د اخته کیدو له کبله په یوه غونډه کې هم ګډون نه دی کړی.

د پاکستان په جمهوري او سیاسي عمل نظر لرونکي څیړنیزې اداری پیلډیټ مشر احمد بلال محبوب وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دا خبره هم پام کې ساتل مهمه ده چې د ځل د کرونا وایرس له وجې د قومي اسمبلۍ ډیرو غړو په اجلاس کې ګډون نه دی کړی. احمد بلال محبوب زیاتوي چې په بجټ بحث کې برخه کې اخیستل د هر یوغړي دپاره مهم وي خو که د پاکستان سیاسي تاریخ ته وکتل شي نو د قومي اسمبلۍ غړي د خپل ګوند پالیسۍ نه انحراف نشي کولی.

احمد بلال محبوب وایي: ” بجټ په هغه څیزونو نه یوڅیز دې که د قومي اسمبلۍ غړی د خپل ګوند د مرضی خلاف ووټ ورکړي نو د هغه غړیتوب هم ځنډولی کیدی شي. دویمه وجه دا ده چې په بجټ د بحث دپاره مطالعه هم پکار ده ځکه ډیر غړي په دغه کې د برخه اخیستو نه ډډه کوي“.

د فافن د رپوټ ترمخه د بجټ په غونډې کې په بحث کې برخه اخیستونکي 199 اخیستونکي غړو کې 152 سړي او 47ښځې شاملې دي. رپوټ وایي چې د تېرکال په بجټ کې د قومي اسمبلۍ 230 غړو په شوي بحث کې برخه اخیستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG