لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند نوی حکومت او د اقتصادي پرمختگ نوي تگلاره


 د هندوستان نوی وزیراعظم نرندره مودي.ګنړل کیږي چې وزیر اعظم نریندره مودی په خپل انتخابی مهم کې د هندوستان په ټپه ولاړ اقتصاد نه بهر راویستلو په لوظونو انتخابات ګټلي دي
د هندوستان نوی وزیراعظم نرندره مودي.ګنړل کیږي چې وزیر اعظم نریندره مودی په خپل انتخابی مهم کې د هندوستان په ټپه ولاړ اقتصاد نه بهر راویستلو په لوظونو انتخابات ګټلي دي
د هند صدر پرناب مکرجی د ګل په ورځ نوو منتخب شوو قانون ساز غړو ته په خپله وینا کې ویلي دي چې د ملک اقتصاد ښه کول د دوی لومړنۍ ترجیح ده.
نوموړی ویلي چې ملک د ډیر مشکل پړاو نه تیریږي او اقتصادي وده په تیرو دوه کالو کې د مخکې په پرتله پینځه فیصده پریوتلې ده او ګرانی دومره زیاته شوې چې برداشت نه بهر ده.
پرناب مکر جی وایی "مونږ به خپله اقتصادي وده لوړولو د پاره په شریکه کار کوو، په ګرانۍ به قابو مومو، روزګارونه به پیدا کوو او بیا به د سرمایه کارۍ موقعې پیدا کوو او په خپل اقتصاد به د ځایی او نړیوالې ټولنې اعتماد بحالوو."
د ولسمشر وینا د وزیر اعظم نریندره مودی لپاره پالیسي ټاکل دي دا پریکړه تیره میاشت د بهارتي جنته پارټۍ د پارلیماني واک د ترلاسه کولو په وخت په وړومبۍ ناسته کې کړې وه.
حکومت خلکو سره د بنیادی سهولتونو لکه د صحت، کورونو، اوبو او تشنابونو جوړولو لوظونه کړي دي او وایی چې دوی د غربت کمولو په ځایی د غربت ختمولو له توجه ورکوي.
په دې ایجنډا کې هندوستان په مخکې بوتلو د پاره د نړیوال معیار جدید ښارونه او صنعتي مرکزونه جوړولو په شان لوې لوې خواهشات شامل دي.
د بې جې په په مشرۍ حکومت غواړي د هندوستان په لکونو ځوانانو له روزګار مصنوعاتو پیداوار یو لوې مرکز جوړ کړي.
ولسمشر پرناب مکر جی وایی د دې مرام ترلاسه کولو لپاره به د ده حکومت هغه ټول خنډان له منځه وړي چې د سرمایه کارو په مخه کې پراته دي. هغه وايي درې کاله مخکې به دا هیواد د دنیا په اقتصاد کې په مخ روان ستورو کې شامل وو.
پرناب مکر جي وایی " زما حکومت یو داسې پالیسي خپلوي او یو داسې ماحول به جوړوي چې دا به ښکاره او صفا وي، دا به د سرمایه کارۍ د ودې لپاره د ټیکس په کچه یو ساده او حقیقت ته نزدې نظام وي."
ګنړل کیږي چې وزیر اعظم نریندره مودی په خپل انتخابی مهم کې د هندوستان په ټپه ولاړ اقتصاد نه بهر راویستلو په لوظونو انتخابات ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG