لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نیشنل بنک به په ټولو قبایلي سیمو کې څانګې پرانیزي


Mohmand agency national bank
Mohmand agency national bank

د پاکستان په قبایلي سیمه مومندو ایجنسۍ کې د نېشنل بنک څانګې یا برانچ پرانستو په مهال د ادارې مشر سعید احمد ویلي په نورو قبایلي سیمو کې به ډیر زر د بنک څانګې پرانستل شي.

د نیشنل بنک پاکستان صدر سعید احمد نن په مومند ایجنسۍ کې د دفتر پرانستو په مهال ویلي د هرې سېمې کاروبار د امن سره تړلی دی. سعید احمد زیاته کړې: ٫٫ امن راروان دی او د دغې سره به د خلکو په ژوند هم ښه اغیز راشي.٬٬

په خېبر پښتونخوا کې د نیشنل بنک مشرې صاېمه رحیم په مومندو اېجنسۍ کې د بنک څانګې پرانستو په مهال ویلي، نورو قبایلي سیمو کې هم د دغه شان څانګې پرانستو پلان لري.

صاېمه رحیم زیاتوي: ٫٫ په مومند او باجوړ کې راته د دفترو خلاصولو لاېسنس یا اجازت نامه ترلاسه شوې. په سده کې د وړاندې نه برانچ لرو او ډیر زر به په میرعلي او میرام شا کې هم څانګې پرانیستل شي.٬٬

د میرمن صاېمه رحیم تر مخه دوي په جنوبي وزیرستان کې هم د اجازت نامې یا لاېسنس اخستو پلان لري او دغلته به هم د بنک څانګې د روان کال اخره پورې پرانستل شي.

په مومندو ایجنسۍ کې ځوانانو او ځايي خلکو ته د قرضو ورکولو په اړه میرمن صاېمه ویلي ٫٫ دلته د بجلۍ نېشتوالي لویه ستونزه ده، او مونږ پلان لرو که څوک شمسي یا د لمر نه د بجلۍ جوړولو پینلې یا شيشې اخستل غواړي نو هم خلکو له د قرضو ورکولو پلان لرو.٬٬

په داسې حال چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د نیشنل بنک څانګې پرانستل کیږي، ځايي خلک ګیله کوي دوي ته د هیواد د نورو برخو په شان قرضې په اسانه نه ورکول کیږي.

یو ځايي مشر ملک جهانزیب وي او ای ډیوه ته ویلي د ترهګرۍ نه اغیزمنو شوو دغه قبایلي خلکو لپاره دې په قرضو ورکولو کې دې خصوصي مراعات اعلان شي.

ملک جهانزیب زیاتوي: ٫٫ د بنک د برانچ پرانستو په مهال د خصوصي مراعاتو څه اعلان وه نه شو، زمونږ وطن او خلک ترهګرې ډیر اغیزمن کړی، پکار ده په اسانو شرطونو خلکو ته د کاروبار او روزګار لپاره قرضې اعلان شي. خو داسې وه نه شوه.٬٬

د پاکستان په قبایلي سیمو کې بنکي نظام نه خو د نور هیواد په شان قوي دی او نه د نورو برخو په شان په قرضو ورکولو کې اسانتیاوي لري.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG