لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختيز افغانستان کې دنيټو هيلي کاپټر تباه


ختيز افغانستان کې دنيټو هيلي کاپټر تباه
ختيز افغانستان کې دنيټو هيلي کاپټر تباه

د ايساف وينا ده په ختيز افغانستان کې يو هيلي کاپټر تباه شوى، کله چې ائتلافي امدادي پوځيان دپيښې ځايې ته ورسيدل نو ددښمن دډزو لاندې راغلل، ائتلا في ځواکونو په وړو وسلو سره ځوابي ډزې پيل کړې، ټول مسافر او دعملې ټول غړي محفوظ دي او يو نزدې اډې ته منتقل کړل شوي دي. دطالبانو يووياند وائي هغوي دکونړ په يوه غرايزه سيمه کې يو هيلي کاپټر ويشتى او غورځولى يې دى. دامريکا په مشرۍ نړيوال ځواک( ايساف) وائي دهيلي کاپټر دتباه کيدو دعلت پلټنه کوي. په يو بيان کې ايساف وئيلي دي چې پوځيان دتندلارو دډزو لاندې راغلي خو په هيلي کاپټر کې ناسته عمله او مسافر خوندي دي. دکونړ ولايت يو حکومتي وياند سفي الله په دغه اړه وئيلي دي دغه هيلي کاپټر په چپه دره اولسوالۍ کې راپريوتى دى. نوموړى وائي چې ورته داسې راپورونه ترلاسه شوي چې هيلي کاپټر په يو راکټ ويشتل شوى دى. په کونړ ولايت کې دماڼوگي اولسوالۍ دپوليسو مشر گل رحمان وائي چې دغه پيښه نيمه شپه رامينځته شوې ده. تيره شپه يو چينوک هيلي کاپټر ويشتل شوى او راغورځول شوى، مونږ ته په هيلي کاپټر کې دمرگ ژوبلې په حقله اطلاعات نشته خو هيلي کاپټر په مکمله توگه تباه شوى، داسې معلوميږي چې دا په يو راکټ لگيدلى. هغه وويلچې دايساف نورو هيلي کاپټرو الوت وکړو او په وسله والو يې ډزې پيل کړې، سحر ددوؤ جنگيالو مړي ترلاسه شوي. طالبانو ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې او وائي دوه جنگيالي يې وژل شوي خو 22 بهرني پوځيان يې هم وژلي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG