لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو :هلمند کې يې دعملياتو په مهال گڼ شمير جنگيالي وژلي دي


ناټو :هلمند کې يې دعملياتو په مهال گڼ شمير جنگيالي وژلي دي
ناټو :هلمند کې يې دعملياتو په مهال گڼ شمير جنگيالي وژلي دي

په افغانستان کې ميشت دناټو ځواکونه وائي دهيواد په جنوبي ولايت هلمند کې يې دافغاني ځواکونو سره په گډه دتندلارو په ضد ترسره کړو عملياتو کې په گڼ شمير کې طالب جنگيالي وژلي او يو مقامي تندروه مشر يې نيولى دى.

د ناټو لخوا په جاري کړل شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دتندلارو په ضد دغه عمليات دچارشنبې په شپه دهلمند په لرې پرته سيمه باغران کې تر څلورو ساعتو شوې ددغه نښتو په مهال په گڼ شمير کې ژوبل تندلاري نيول شوي هم دي.
نيول شوي تندروه مشر په نوزاد اولسوالۍ کې دطالبانو مشري کوله او دعملياتو په مهال نوموړى ژوبل شوى هم دى.
همدغه راز دافغانستان په کونړ سيمه کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې درې اولسي وگړي وژل شوي او تن ژوبل شوى دى.
په کونړ کې يو امنيتي چارواکي خليل الله ضيائي ددغه پيښې په هکله وئيلي دي دغه چاؤدنه په کونړ کې په يو موټر ترسره شوې چې پکې ديوې ښځې په گډون درې کسان وژل شوي او يو تن ژوبل شوى دى.
بل لوري ته دجنوبي کوريا دخارجه وزارت وياند دزيارت په ورځ وئيلي دي دافغانستان شمالي صوبې پروان کې دجنوبي کوريا په تنصيب څلور راکټونه داغل شوي خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
په دغه تنصيب کې خواؤشا 120 کسان موجود دي چې ورڅخه دزياترو تعلق دبياجوړونې دمنصوبو سره دى.
ددغه بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خو دجنوبي کوريا دبهرنيو چارو دوزارت وياند گمان کوي په دغه بريد کې طالبان يا په سيمه کې فعاله نور تندلاري ککړيدى شي.
په ډاگه دې وي چې جنوبي کوريا افغانستان څخه خپل پوځيان په کال 2007ء کې وروستو له هغې ستانۀ کړي وؤ چې طالب جنگيالو يرغمال نيول دهغوي دوه پوځيان وژلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG