لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو اوکراین ته اجازه ورکړه د دوی په وسلو دې په روس کې دننه هدفونو باندې جوابي بریدونه وکړي


د نېټو مشر ین سټولټنبرګ وایي د خپل اتحاد ددې حق ملاتړ کوي چې له اوکراین سره د روس خلاف پراخېدونکې جګړه کې د دفاع لپاره مرسته وکړي، وایي په دې برخه کې یې کیف ته اجازه ورکړې چې د نېټو وسله وکاروي او په روس کې دننه خپل هدفونه په نخښه کړي.

سټولټنبرګ دا خبرې د جمعې په ورځ په پراګ کې د نېټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.

تر دې یوه ورځ وړاندې د نېټو متحدینو، امریکې او جرمني په خپلو پالیسیو کې بدلون راوستی او اوکراین ته یې اجازه ورکړې چې که روسي ځواکونه پر دوی برید کوي یا د برید لپاره چمتووالی نیسي په روس کې دننه دې ورباندې بریدونه وکړي.

ین سټولټنبرګ وویل، د اوکراین د متحدینو په پالیسۍ کې دا بدلون چې امریکا پرون په رسمي توګه اعلان کړ او ورپسې جرمني هم د هغه ملاتړ وکړ جایز اقدام دی ځکه د ده په وینا اوکراین په خاصه توګه په خارکیف کې د خپل ځان دفاع کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پرون د پراګ په غونډه کې په رسمي توګه اعلان وکړ چې صدر جوبایډن اوکراین ته د روس په خاوره کې دننه د امریکې په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.

امریکې تر دې وړاندې د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ اوکراین ته یې اجازه ورکړې چې د روس په نخښه کولو لپاره د امریکې ورکړې وسلې یواځې په خارکیف سیمه کې وکاروي.

د جرمني د حکومت ویاند هم د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، برلین منلې ده چې کیف د هغو وسلو په ذریعه د روس په خاوره کې دننه د بریدونو د شنډولو لپاره حملې کولای شي چې برلین یې ورکوي.

خارکیف د روس له سرحده د 35 کیلومیټره په فاصله پروت ښار دی چې له نیژدې درو اوونیو راهیسې د روس د پوځي عملیاتو د نوې څپې له پیل وروسته په پرله ‌پسې ډول د روسي ځواکونو تر حملو لاندې دی.

د نېټو پرونۍ غونډه د جولای په میاشت کې په واشنګټن کې د نېټو د بشپړې سرمشریزې لپاره د پلان جوړونې په توګه ټاکل شوې وه، خو په دې اوونۍ کې په روس باندې د اوکراین پر ځوابي بریدونو بحث وشو.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د دې اوونۍ په پیل کې د نېټو او امریکې د پالیسۍ بدلون ته په پام سره پر دواړه د جګړې د پراخولو تور پورې کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا به نتیجې ولري.

خو د نېټو مشر سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د صدر پوټین ته په ځواب کې په ټینګار سره وویل، چې د ځان دفاع د جګړې پراخوالی نه دی، خو وایي روس دا نه خوښوي او پوټین غوښتل د نېټو متحدین د اوکراین له ملاتړه منع کړي:

"د ځان دفاع یو بنیادي حق دی. اوکراین د خپلو خلکو د ساتنې حق او ذمه واري لري او موږ حق لرو چې له اوکراین سره د خپلې دفاع د حق په ساتلو کې مرسته وکړو".

سټولټنبرګ وویل، د نېټو هېوادونه لا دمخه د اوکراین د پوځي مرستو 99 سلنه برابروي خو وایي دی د نېټو له غړو هېوادونو غواړي چې له اوکراین سره د کال 43 ارب ډالره پوځي مرسته وکړي:

"موږ د اوږدې مودې لپاره کلکې ارادې ته اړتیا لرو چې ډاډ ترلاسه کړو اوکراین د ځان د دفاع لپاره د پلان کولو توان لري".

د جمعې په ورځ په جګړه کې د روس په نیول شوې دونیڅک سیمه کې د اوکراین په ډزو پنځه تنه ووژل شوي دي، دا خبر په دې سیمه کې د روس ټاکل شوي مشر ډینس پوشیلین پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

د برتانیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو روسانو شمېر اوس 500,000 ته رسېدلی دی. وایي د روسي پوځیانو د وژل کېدو کچه لوړه ده او یواځې په می میاشت کې د ورځې 1,200 وژل شوي‌ دي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG