تازه خبر

نېټو: د شمالي کوریا عسکر یوکرېن خلاف جنګېدو دپاره د روس په کرسک سیمه کې ګمارل شوي دي

د کال ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۸ نېټه دجنوبي کوریا سرښار سول په يو رېل سټېشن کې د په ټېلې وېژن د شمالي کوریا د ځواکونه ښودل کېږي
د کال ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۸ نېټه دجنوبي کوریا سرښار سول په يو رېل سټېشن کې د په ټېلې وېژن د شمالي کوریا د ځواکونه ښودل کېږي

د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو د ګل، دوشنبې، په ورځ تصدیق وکړو چې د شمالي کوریا عسکر د یوکرېن خلاف جنګېدو دپاره د روس کرسک سيمې ته لېږل شوي دي چېرته چې د یوکرېن ځواکونو د اګست په میاشت کې پېش قدمي کړې او د روس ځېني سمیې يې نیولي دي.

د نېټو سېکرېټري جنرل مارک رېټا په برسلز کې خبریالانو ته وویل د روس او د شمالي کوریا زیاتېدونکي پوځي همکاري د اېنډو پېسېفېک او د یورو اېټلانېټېک سیمې د امنیت دپاره خطر دی. صحافیانو سره د رېټا د خبرو اترو نه وړاندې د شمالي کوریا استخباراتي او پوځي چارواکو د نېټو مامورینو او سفاراتکارانو ته معلومات ورکړل.

رېټا وویل د شمالي کوریا د ۳۰۰۰ عسکرو ګمارېدل د روس په "غېر قانوني جنګ" کې د پیانګ یانګ ښکلیتیا زیاتېدل څرګندوي او د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده او د ۳۲ میاشتو راهسې دوامداره جنګې کې "خطرناکه پراختیا" ده.

د نېټو سېکرېټري جنرل وویل د شمالي کوریا د عسکرو تعیناتي د روس صدر ولادېمير پوټن زیاتېدونکي "مایوسي" هم ښيي.

رېټا ویل د یوکرېن په جنګ کې د ۶۰۰۰۰۰ نه زیات روسي عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي او پوټن د غېر ملکي ملاتړ نه بغېر دا جنګ جاري نه شي ساتلی.

کرېملېن، د روس حکومت، د شمالي کوریا د عسکرو د ګمارېدلو په اړه رپورټه رد کړي وو او دا يې جعلي خبرونه بللي وو.

خو تېره هفته پوټن د دې خبرې ترديد و نه کړو چې د شمالي کوریا عسکر په روس کې موجو دي او ویې وېل د دې خبرې انحصار په ماسکو دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د دفاع د معاهدې دلاندې د شمالي کوریا عسکر څنګه وګماري. پوټن او دشمالي کوریا مشر کېم یانک ان دغه معاهده د سږ کال د جون په میاشت کې لاس لیک کړې ده.

د پوټن د بیان برعکس، په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا نماینده تېره هفته په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو په رپورټونه د بې بنیاده ګنګوسې وبللې.

بلخوا، د یوکرېن پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو تېره شپه د یوکرېن په مختلفو علاقو د ۱۰۰ ډرون حمله وکړه او ۶۶ ډرون د یوکرېن دفاعي نظام تباه کړل.

د کېروسون ګورنر اولېکسېنډر پروکودین په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د روس په حمله کې رهایشي ودانۍ ولګېدلې چې په کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شوو.

د روس د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن هغه ۲۱ ډرون يې تباه کړل چې تېره شپه يې په روس حمله کې استعمال کړي وو.

XS
SM
MD
LG