لاس رسیدونکی لینک

 
نېټو او پورپین یونین وايي اوکراین سره به نوره پوځي مرسته کوي
تازه خبر

نېټو او پورپین یونین وايي اوکراین سره به نوره پوځي مرسته کوي


په برسلز کې د یوې غونډې وروسته د وانډرلایېن او د يورپين یونین د صدر چارلز میشېل ترڅنګ د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ هم خبریالانو سره خبرې کولې او په دې موقع یې د امریکې، جرمني او د فرانس د دې ارادې هرکلی وکړو چې اوکراین ته به نوي بکتر بند موټرې ورکوي
په برسلز کې د یوې غونډې وروسته د وانډرلایېن او د يورپين یونین د صدر چارلز میشېل ترڅنګ د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ هم خبریالانو سره خبرې کولې او په دې موقع یې د امریکې، جرمني او د فرانس د دې ارادې هرکلی وکړو چې اوکراین ته به نوي بکتر بند موټرې ورکوي

د نېټو پوځي اتحاد او د یورپي ملکونو اتحاد یورپين یونین مشرانو ویلي اوکراین سره ته نوره وسله ورکوي چې پکې په د هوايي دفاع جدید نظام او نور پوځي ساز او سامان شامل وي.

د يورپین یونین صدرې اورسوله وانډرلایېن د نهي، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه ګڼي پکاره ده چې اوکراین هغه ټول پوځي الات ترلاسه کړي چې د خپلې دفاع دپاره ورته ضرورت لري.

هغې زیاته کړه چې د اوکراین عسکري ضرورتونه پوره کول ځکه هم ضروري دي چې اوکراین د متحده قومونو د منشور د اصولو، د بنیادي حقونو او د نړیوال قانون دفاع هم کوي.

په برسلز کې د یوې غونډې وروسته د وانډرلایېن او د يورپين یونین د صدر چارلز میشېل ترڅنګ د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ هم خبریالانو سره خبرې کولې او په دې موقع یې د امریکې، جرمني او د فرانس د دې ارادې هرکلی وکړو چې اوکراین ته به نوي بکتر بند موټرې ورکوي.

هغه په دې خبره هم ټینګار وکړو چې د اوکراین د پوځ په تربیه، د پوځي سازاو سامان په مرمت او د هغه وسلې دپاره د ګوله باردو خیال دې هم وساتل شي چې مغربي اتحادیانو اوکراین ته ورکړې ده.

سټالټنبرګ وویل د نېټو او یورپين یونین اتحادیانو خپلې ذخیرې ختمې کړې خو د اوکراین مرسته يې کړه ده ځکه چې داسې کول سم کار دی، د يورپي ملکونو د امنیت خبره هم ده.

سټالټنبرګ وویل که څه هم د اوکراین ځواکونو روسي پوځ ته زیانونه اړولي دي خو روس کمزور نه دي ګڼل پکار او صدر ولاديمیر پوتین په اوکراین د یرغل په اړه په خپل مجموعي مقصد کې څه بدلون نه دی ښکاره کړی.

هغه وویل د ماسکو حکومت ګاونډي ملکونه په خپل تسلط کې ساتل غواړي او جمهوریت او ازادي د ځان دپاره خطر ګڼي. هغه لوظ وکړو چې اوکراین سره ملاتړ به نور زیاتوي.

د نېټو او يورپین یونین د رهبرانو په دې تازه بیانو د ماسکو دریځ لا مخې ته نه و راغلی. روس اوکراین سره د امریکې په شمول د نورو مغربي ملکونو د مرستو مخالفت کوي.

یادونه: د دې خبرمعلومات د وي او ای په وېب پاڼه د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې ځینې تفصیل یې د ای پي، روېټرز او د ای اېف پي د رپورټونو نه اخیستل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG