لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو د غړو ملکونو سرمشران به یوکرېن سره مرستې په زیاتولو او د خپلې دفاع په موضوعاتو خبرې کوي


د نهې، سه شنبې، په ورځ د نېټو د درې ورځنۍ غونډې د شروع کېدو په موقع بایډن وویل امن د طاقت دلارې قایمېدلی شي او موجوده وخت تقاضا کوي چې د اجتماعي طاقت مظاهره وکړی شي
د نهې، سه شنبې، په ورځ د نېټو د درې ورځنۍ غونډې د شروع کېدو په موقع بایډن وویل امن د طاقت دلارې قایمېدلی شي او موجوده وخت تقاضا کوي چې د اجتماعي طاقت مظاهره وکړی شي

د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نېټو د غړو ملکونو سر مشران به د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوځای کېږي او په غونډه کې به اوکراین سره مرستې په زیاتولو او د خپلې دفاع په موضوعاتو بحث کوي.

په دې موضوعاتو خبرې اترې د تېرو څو میاشتو راهسې دوام لري او د سږ کال په شروع کې د خارجه وزیرانو په سطح هم په دې لړ کې مذاکرات شوي وو خو اوس به د سرمشرانو په کچه ممکنه معاهدو ته حتمي شکل ورکول کېږي.

د شورو، چهارشنبې، د ورځې د غونډې وروسته به د امریکې صدر جوبایډن په وایټ هاوس کې د نېټو مشرانو د ماښام د ډوډۍ کوربتوب کوي.

په واشنګټن کې د نېټو د سرمشرانو غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د پوځي اتحاد د جوړېدو ۷۵ کاله لمانځل کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د نېټو د درې ورځنۍ غونډې د شروع کېدو په موقع بایډن وویل امن د طاقت دلارې قایمېدلی شي او موجوده وخت تقاضا کوي چې د اجتماعي طاقت مظاهره وکړی شي.

بایډن وویل امرانه حکمرانان هغه نړیوال نظام چې د تېرو ۸۰ کلون راهسې په عمومي توګه برقرار پاتې شوی نسکورول غواړي، ترهګرې ډلې د بدۍ سازشونه تیاروي چې قتل عام وکړي، انتشار او مصبتونه جوړ کړي او په یورپ کې د یوکرېن خلاف د صدر ولادېمير پوټن د جارحیت جنګ دوام لري.

امریکايي صدر ویل پوټن د یوکرېن د محکوم کولو نه بغېر بل څه نه غواړي، چې د یوکرېن جمهوریت ختم کړي، د یوکرېن ثقافت او دنیا د نقشې نه یوکرېن حذف کړي. بایډن زیاته کړه چې پوټن به په یوکرېن نه ودرېږي خو یوکرېن به د پوټن مخه نېسي.

د نېټو مشرانو د بایډن د وېنا ستاینه وکړه او لاسونه يې وپړقول. توقعو ده چې د نېټو مشران به د یوکرېن ځواکونو سره د نېټو د ملکونو انفرادي مرستې په یو مربوط پروګرام کې رایوځای کړي. د نهې، سه شنبې، په ورځ بایډن او د نېټو مشرانو اعلان وکړو چې یوکرېن به د فضايي دفاع پينځه اضافي نظامونه ورکوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نېدرلېنډ وزیراعظم ډېک شخوف، د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن او بایډن دا اعلان وکړوچې د ډېنمارک او د نېدرلېنډ حکومتونو یوکرېن د امریکې جوړ اېف شپاړس جنګي جهازونه د ورکولو عمل شروع کړی او امریکا د دې ګام حمایت کوي.

په یو بیان کې چې وایټ هاوس جاري کړی، دریو واړو رهبرانو وویل یوکرېن ته د اېف سېکسټین جهازونو انتقال دوام لري او یوکرېني ځواکونه به د ګرمۍ په دې موسم کې جوګه شي چې دغه جهازونه والوځوي. ناروی او بېلجییم هم وویل یوکرېن ته به نور جهازونه ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG