د نېټو پوځي اېتلاف د مشرانو 70 غونډه د امريکې او فرانس د صدرانو د تاؤجنو خبرو نه پېل شوه. د برطانيې ملکې اېلزبېت د غونډې رسمي پرانېسته د لندن د بکنګم په تاریخي محل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.
دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې د فرانس صدر اېمېنول مېکران د ناټو اېتلاف په اړه د يوې سختې تبصرې په غبرګون کې د امريکې صدر ټرمپ په فرانس ټکونه وکړي وو.
د نهې په ورځ د فرانس صدر او د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ په شام کې ښکېل د داعش د وسله والو په سر د يو بل سره تاؤده بحثونه کړي وو.
د صدر مېکران نيوکو ته په ځواب کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي وو د داعش اکثره وسله وال د يورپي ملکونو دي. "په دوی کې زياتره د فرانس، جرمني او برطانيې وګړي دي د دوی اکثريت د يورپ نه دی، او دا خبره ځينې ملکونه مني، ما صدر ته دغه خبره نه ده کړې، تاسو به د داعش نه ځينې وسله وال بېرته واخلۍ ، چې په دوی کې يې څوک خوښ وي هغه دې خپل ملک ته بوځي".
دفرانس صدر اېمېنول مېکران د صدر ټرمپ دغې خبرې سره متفق نه دی او وايې، " راځئ چې په دې اړه سنجيده فکر وکړو، د داعش زياتره وسله وال د شام، عراق او د دغې سيمې د نورو هېوادونو وګړي دي."
صدر مېکران يو وارې بيا د نېټو اېتلاف په اړه د خپلې لانجمنې تبصرې دفاع وکړه او ویې وېل پخپله خبره ولاړ دی چې ناټو په دماغي توګه مړه ده او په ترکي به بيا هم نيوکې کوي.
صدر مېکرون ووېل، "زه چې اوس ترکي ته ګورمه نو دا خبره ښکاره ده چې دوي د هغه چا په ضد جنګيږي چا چې د داعش په ضد زمونږه سره اوږه په اوږه جنګ کړی ، او کله نا کله هغوي د داعش وسله والو سره همکاري هم کړې".
د صدر مېکران اشاره په شام کې کرد ځواکونو پلو وه چا چې د داعش په ضد روانه مبارزه کې کلک ملاتړ کړی او په دغه سيمه کې يې داعش ته ماتې ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.
هر څه که په ناټو اېتلاف د امريکې لخوا په زياتېدونکي فشار نيوکې کېږي خو صدر ټرمپ وآيې دغه فشار د اېتلاف په ګټه دی.
"زياتره خلک وايې د ناټو بنيادي مقصد په شوروي اتحاد نظر ساتل وو چې اوس روس دی خو مونږه ته نور هم ډېر کارونه پراته دي لکه د تندروه اسلامي ترهګرۍ مخ نيوی او د چين زياتېدونکی اثر".
د نېټو اېتلاف دننه زياتېدونکې اختلافات د دغې ډلې لپاره يو لوي چېلنج دی تېره مياشت د ناټو غړي هېواد ترکي د اېتلاف د نيوکو پرته په شام کې د کردانو په ضد پوځي يرغل پېل کړی وو،
تېره ورځ د ترکي صدر طيب اردوان خبرداری ورکړی که ناټو کرد وسله وال ترهګر او نه بلل نو دوي به د روس په ضد د بلقان ملکونو د دفاع لپاره د ناټو منصوبې ملاتړ نه کوي.
څيړونکي وايي ناټو اېتلاف د شخصي اختلافونو ښکار دی،
کوري شېک د عسکري مطالعو د نړيوال مرکز څيړونکي ده، وايې ،
"دا غونډه د درې صدرانو د مسلو سره مخ ده، صدر ټرمپ، صدر مېکران او صدر اردوان، او اېتلاف ته ورپېښ تر ټولو لوي چېلنج دا دی چې خپله 70مه کليزه د دغه دريو واړو صدرانو ترڅنګ المانځي"
هرڅه که څيړونکي په نېټو اېتلاف کې دننه په اختلافونو اندېښمن دي خو د ناټو مشر ين سټولټن برګ وايې اېتلاف ښه برابر دی،
"مونږه د سوړ جنګ نه راپه دې خوا د اېتلاف په تاريخ کې ترټولو لوي دفاعي بجټ رايوځآېې کړی دی چې ښايې اېتلاف په ښه شان د خپل کار کولو توان لري"
د دغې غونډې په آخرکې به معلوميږي چې دغه ډله خپل اختلافونه څنګه له مينځه وړي.