لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي د ناټو هیوادونه چمتو شول چې د خپلو پوځي مخارجو برخه سیوا کړي


د امریکې صدر، ډانلډ ټرمپ وایي چې د ناټو غړي هیوادونه اوس پر دې سلا شوي چې زر تر زره به خپل پوځي لگښتونه تر دوو فیصدو پورې اوچتوي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره نن د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ د بلجیم په سرښار، برسیلز کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې وکړله. څو شیبې مخکې تر هغه، د ناټو چارواکو د داسې غونډې د جوړېدو غږ وکړ چې یوازې د ناټو غړي هیوادونه پکې وي. دا جلا غونډه، مخکې په پام کې نه وه نیول شوې.

له دې وړاندې، په بله غونډه کې چې د اوکراین او جورجیا چارواکي هم پکې و او د تړلو دروازو ترشا وشوه، صدر ټرمپ یو ځل بیا د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د پوځي لگښتونو په هکله ناخوښي ښودلې وه.

د امریکې ولسمشر په دې وروستیو ورځو کې پخپل ټویټر هم خپله دغه ناخوښي په کلکو ټکو څرگنده کړې وه او د ناټو اغیزمنتیا یې هم ترپوښتنې لاندې راوستلې وه.

له دې سره سره، نن د زیارت په ورځ، صدر ټرمپ د ناټو پر وړاندې خپلې ژمنې او خپل باور کلک وښود. هغه وویل: «د ٧٠ نه تر ٩٠ فیصدو پورې د ناټو لگښت به امریکا ورکاوه. د امریکا لپاره دا انصاف نه و.» صدر ټرمپ زیاته کړله چې اوس د ناټو نور غړي چمتو شوي چې د ناټو په مخارجو کې، د پخوا نه زیاتې پیسې ورکړي.

بل پلو د ناټو سکرټر جنرال، ینس سټولټنبرگ، هم وویل چې د ناټو غړي هیوادونه، په میلیارډونو ډالره پر خپل پوځي بجیټونو زیاتوي.

صدر ټرمپ د سهارنۍ پرمهال د ناټو له سکرټرجنرل، ینس سټولټنبرگ سره په خبرو کې، جرمني تورن کړ چې گني د روس یرغمل شوی، ځکه د روس د انرجۍ کمپنۍ، گازپروم ته یې اجازه ورکړې چې د جرمني له اوبو نه یو پایپ لاین تیر کړي.

د جرمني وزیراعظمې، انگیلا مرکل، له ټرمپ سره یوه دوه اړخیزه کتنه هم درلوده چې معلومیده له ترینگلتیا ډکه کتنه وه. خو له کتنې وروسته، میرمن مرکل وویل: «دا ډیره مهمه خبره ده چې پخپل منځ کې دغه نظریات شریک کړو، ځکه موږ شریکان یو، موږ ښه شریکان یو، او هیله من یو چې په آینده کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»

د ناټو مشرانو نن دا تمه لرله چې صدر ټرمپ به د لگښتونو پر موضوع ډیرې خبرې ونه کړي او خپل ډیر پام به د افغانستان د جگړې موضوع ته واړوي. خو د ناټو د لگښتونو او د غړو هیوادونو د برخو زیاتوالی، هغه خبره وه چې په برسیلز کې یې د ناټو سرمشریزه تر خپل سیوري لاندې راوستله.

خو په همدې حال کې، برطانیې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به خپل د پوځیانو شمیر دوه برابره کړي. بل خوا ته، کاناډا وویل چې حاضره ده په عراق کې د پوځیانو د روزنې میشن پرغاړه واخلي. د کاناډا وزیراعظم، جسټن ټروډو وویل: «اوس موږ ته په کار ده چې هغه جمهوریت له سره جوړ او پیاوړی کړو. ناټو به په دې کار کې پراخه ونډه ولري او کاناډا به ورته د ٢٥٠ عسکرو، او یو شمیر هلیکپټرو ژمنه وکړي، او موږ حاضر یو چې په ړومبي کار کې د دې میشن مشري پرغاړه واخلو.»

د ناټو سرمشریزې د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې، د ناټو د ١٣ غړو هیوادونو هلیکپټرو، د ناټو د نوي هیډکوارټر یا مرکزي ودانۍ پر سر، الوتنې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG