لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف: د پوځ او د اسخباراتي ادارو بجټ دې پارلمان ته وړاندې کړل شي


نواز شريف: د پوځ او د اسخباراتي ادارو بجټ دې پارلمان ته وړاندې کړل شي
نواز شريف: د پوځ او د اسخباراتي ادارو بجټ دې پارلمان ته وړاندې کړل شي

د پاکستان پخواني وزيراعظم او دمسلم ليگ (ن) مشر ميا نواز شريف غوښتنه کړې ده چې دپوځ او استخباراتي شبکو بجټ پارلمان ته وړاندې کول پکار دي.
هغه وائي دخارجه پاليسۍ پريکړه بايد ايجنسۍ نۀ بلکې منتخب حکومت وکړي.
دخالي په ورځ په پاکستان کې دامريکائي سفير کيمرون منټر سره له ليدنې وروستو خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي شريف وويل تيره ورځ دپارلمان گډې غونډې ته دحکومت له لوري وړاندې کړل شوى قرارداد بيخي کمزورى ؤ چې پکې دهيڅ رقم احتساب خبره نۀ وه شوې.
هغه وويل په دغه قرارداد کې زمونږ په وړانديز امريکا سره په اړيکو دنظر ثانۍ او دپاکستان له لوري افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ته دسامانونو درسد په اړه خبرې شامل کړل شوې وې.
هغه وويل دايبټ اباد دپيښې دپلټنو دپاره چې مونږ دعدالتي کميشن کومه غوښتنه کړې وه په هغې هم مونږ ټينگتيا کوله.
نواز شريف زياته کړه حکومت ددغه کميشن دټاکلو په ضد ؤ او دڅو ساعتو دخبرو اترو څخه وروستو حکومت بيا دازاد کميسيون ټاکلو ته چمتو شوى دى.
هغه وويل په ډاگه ده چې کوم سړى دايبټ اباد عمليات ستر برياليتوب گرځوي او دهغې په اړه امريکائي ورځپاڼه کې مضمون ليکي هغه دبې پلوه کميشن دقيام غوښتنه نۀ شي کولى.
نوموړي وويل مونږ ددغه کميشن غوښتنه چا ته دسزا ورکولو دپاره نۀ ده کړې، بلکې دپاکستان دمستقبل دتعين کولو ، دخفيه ايجنسو دکار او سياسي لوبو څخه په ډډه داوسيدلو ، په سياسي گوندونو کې ددرز اچولو، دنوؤ سياسي ائتلافونو درامينځته کولو څخه دخفيه ايجنسو دمخنيوي او دهيواد دښيگړې دپاره مو ددغه کميشن غوښتنه کړې ده.
نواز شريف وغوښتل دايبټ اباد دپيښې چې هر څوک ذمه وار وي ، هغه بايد دټول قام په مخکې اودرول شي.
نوموړي وپوښتل هرکله چې پارلمان يو گډ قرارداد پاس کولى شي ، نو ايا هغه نورې چارې او دگاونډيانو سره داړيکو معاملات نۀ شي حل کولى؟
امريکائي سفير سره دخپلې ليدنې په اړه ميا نواز شريف وويل دغه ليدنه يوه اوونۍ دمخه ټاکل شوې وه او هغه امريکائي سفير ته دليدنې په مهال خپلې ټولې خبرې کړي دي.
هغه وويل امريکائي سفير ته يې وئيلي دي چې په نائن اليون امريکا کې څه شوي وؤ ، په هغې مونږ خفيه يو ځکه چې دريوؤ زرو انسانانو په دغه پيښه کې خپل ژوند بائيللى ؤ، خو دنائن اليون څخه وروستو په امريکا کې دترهه گرۍ هيڅ پيښه نۀ ده رامينځته شوې او پاکستاني قام خپل 35 زره وگړي وبائيلل، چې په هغې کې 5 زره امنيتي مامورين هم شامل دي.
دمسلم ليگ مشر زياته کړه دنائن اليون څخه وروستو امريکا ته خوندي کيدل پکار دي ، خو ايا څوک په دې خبره پوهيږي چې تر ټولو زيات ځاني او مالي نقصان پاکستان پورته کړى دى، بې روزگاري او غربت دلته سيوا شوى او بيا هم پاکستان مجرم گرځول کيږي.
نواز شريف وويل په ايبټ اباد کې زمونږ دخپلواکۍ په چقولو سره عمليات وکړل شول او دهغې څخه وروستو مجرم هم مونږ ته ووئيل شول.
دنوموړي وينا وه مونږ يو اړخيزه اړيکې نۀ شو ساتلى.
هغه په حکومت غږ وکړو چې دادارو او امريکا تابعداري پريږدي او دحکومت دخدمت او تابعدارۍ دپاره راميدان ته شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG