د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف لاهور کې خپلو پلويانو ته وينا کې په نورو سياسي ګوندونو او ازادو ګټونکو امېدوارانو غږ کړی چې "راشئ زمونږ سره کښېنئ چې په شريکه حکومت جوړ کړوو" بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان هم په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی دی.
تحریک انصاف په اېکس، پخواني ټوېټر، د ارټيفيشل انټيليجنس یا مصنوعي ذهانت په زریعه تیار شوي د عمران خان وډیو پېغام جاري کړی چې هغه پلویانو په ووټونو کې د شرکت دلارې "تاسو د حقیقي ازادۍ بنیاد" کښېښودو او "زه تاسو ته د کال 2024 انتخابات په ګټلو مبارکي درکوم." .
په دغه پېغام کې هغه وايي، لندن پلان پاتې راغلی، نواز شريف چې ډېرې څوکۍ يې نه دي ګټلي د هغې باوجود یې د ګټې تقرير يا وينا کړې ده. عمران خان زیاته کړه چې هېڅ څوک به په انتخاباتو کې د نوازشریف د ګټې خبره نه مني.
هغه ويلي، د ازادو سرچينو ترمخه د قومي اسمبلۍ 150 څوکۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند ګټلي دي. او د دوه تهايۍ په اکثريت سره یې د انتخاباتو ګټلو دعوه کړې ده.
نوازشریف تېر ماسخوتن په ماډل ټاون لاهور کې نواز شريف دعوه کړې، "مسلم ليګ ن په انتخاباتو کې تر ټولو غټ ګوند مخې ته راغلی دی، د ټولو سياسي ګوندونو د مېنډېټ احترام کوي که هغه ګوند دی او که يا ازاد خلک دي".
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي او د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو شمېرو ترمخه د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې تراوسه پورې د 250 حلقو د انتخاباتو نتيجې مخې ته راغلي دي.
د نتيجو ترمخه تر ټولو زياتې 99 څوکۍ ازادو امېدوارانو ګټلي دي، ازاد زیاتره امېدواران د تحریک انصاف ګوند ګڼلی شي.
په دويم نمبر 71 څوکۍ پاکستان مسلم ليګ ن او بيا 53 څوکۍ پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ پاکستان ګټلي دي.
نواز شريف ويلي، وړاندې یې هم پاکستان د مشکلاتو نه رابهر کړی او اوس هم ټولو ته بلنه ورکوي چې د ژوبل پاکستان د مشکلاتو څخه بهر کولو دپاره د دوی سره کښېني.
هغه ويلي، شهباز شریف ته يې ويلي، چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري، د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او متحده قومي مومنت د مشر مقبول صديقي سره رابطې وکړي.
هغه دعوه کړې نه يواځې په مرکز کې نه بلکې په پنجاب صوبه کې یې هم ګوند په اکثريت کې راغلی دی. خو ورسره یې ويلي ښه به وه چې پوره مېنډېټ ورته مېلاو شوی وی.
د پاکستان ځينې رسنیو خبر ورکړی د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري لاهور ته رسېدلی خو د مسلم ليګ ن د مشرانو سره د ليدو په حواله یې کوم خبر مخې ته نه دی راغلی او نه پاکستان پيپلز ګوند په خپله دغه اړه څه ويلي دي.
Forum