لاس رسیدونکی لینک

 
نوازشریف: په پاکستان کې وزیراعظمان د ماشومانو د لوبو د څیزونو غوندې لوبول کېږي
تازه خبر

نوازشریف: په پاکستان کې وزیراعظمان د ماشومانو د لوبو د څیزونو غوندې لوبول کېږي


د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نوازشریف په کراچۍ کې د خپل ګوند غړو ته "په پاکستان کې د جمهوریت مستقبل" تر سرلیک لاندې سېمینار کې وویل، د پاکستان په بېلابېلو ادارو کې ګڼ شمېر ډلې دي، چې د حکومت د را نسکورولو هڅې کوي او دا د جمهوریت بنیاد له منځه وړل دي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف وایي، هرکله چې په پاکستان کې جمهوریت پیاوړی کېږي، نو د عدلیې او پوځ ځینې ډلې یې د ټوټه کولو هڅې پیل کړي. ده وویل د ایسټېبلشمنټ له خوا په دې هېواد کې وزیراعظمان د ماشومانو د لوبو د څیزونو غوندې لوبول کېږي.

ښاغلي شریف وروسته له هغه د پاکستان پر عدلیې نیوکې پیل کړي او د ده د وزیراعظمۍ او حکومت په اړه پرېکړې له انصاف لرې ګڼي، چې د ۲۰۱۷م کال په جولای کې یې هغه د پاناما اسنادو په اساس د خپلو اثاثو د پټولو په تور له خپلې دندې لرې کړ.

د نوازشریف پر اوسنیو بیانونو چې پکې د پاکستان پر سترو عدالتونو نیوکې کوي او پرېکړې یې غیرجمهوري او له انصافه لرې ګڼي، د پاکستان عدالتونو د هغه ویناوې د عدلیې سپکاوی ګڼلی دی.

د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نوازشریف په کراچۍ کې د خپل ګوند غړو ته "په پاکستان کې د جمهوریت مستقبل" تر سرلیک لاندې سېمینار کې وویل، د پاکستان په بېلابېلو ادارو کې ګڼ شمېر ډلې دي، چې د حکومت د را نسکورولو هڅې کوي او دا د جمهوریت بنیاد له منځه وړل دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د ستر عدالت (سپریم کورټ) ودانۍ
په اسلام اباد کې د پاکستان د ستر عدالت (سپریم کورټ) ودانۍ

د پاکستان د جمهوریت متزلزل تاریخ ته په اشارې سره نوازشریف وویل، د پخوانیو او اوسني حکومت په مهال چې کله هم د خلکو په رایه ټاکل شوي سیاسي مشران په هېواد کې د جمهوریت د دوام هڅې کوي، په ادارو کې ځینې مغرض او جانبداره کسان د دې بهیر د ګډوډۍ هڅې کوي.

"هر کله چې موږ عدلیې ته د ملاتړ لپاره سترګې ور اړولې دي، موږ یې کمزوري کړي یو، خو د امریت ملاتړ یې کړی دی"

ښاغلي شریف وویل چې تر ۷۰ کلونو تېرېدو وروسته هم په پاکستان کې سیاسي حالات په بشبړه توګه د ډاډ وړ نه دي، وایي که د ډاډ وړ وای نو ولې به د دې هېواد د جمهوریت پر مستقبل سېمینارونه جوړېدلای.

نوازشریف وویل په تېرو وختونو کې عدلیې د اړتیا-تګلارې ته په کتو اکثر پوځي حکومتونو ته جواز پیدا کړی دی. ده د اړتیا-تګلاره غیرقانوني وبلله، چې په اساس یې غیرقانوني عمل ته قانوني بڼه ورکول کېږي

"زه د لنډمهالي اییني فرمان (پي سي او) په اساس د ټاکل شوو قاضیانو په اړه له محمودخان اڅکزي سره همږغی یم، ځکه همدا د پي سي او قاضیان دي چې ایین ته د زیان رسولو په اساس یې پاکستان له تباهۍ سره مخامخ کړ"

نوازشریف وايي په پاکستان کې یواځې تېر حکومت وو، چې له ۲۰۰۸م تر ۲۰۱۳م کال پورې یې خپله پینځه کلنه دوره بشپړه کړه، خو وایي د ګوند ټول خلک یې په دې پوهېږي چې د ده د وزیراعظمۍ په دوره کې څه- څه تجربې ورباندې ونه شوې:

"هر څوک پوهېږي چې زه په څه ډول له خپلې څوکۍ لرې کړل شوم او په بلوچستان کې زموږ حکومت څنګه ختم کړل شو. دا زښته ډېره ناانصافي ده"

د لاهور اعلی عدالت د جنورۍ په ۳۱مه نوازشریف، د هغه لور مریم نواز او د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناؤالله ته فرمانونه ور ولېږل، چې د عدلیې د سپکاوي په تور عدالت ته وړاندې شي او په وروستیو کې پر عدلیه د نیوکو سپیناوی وکړي.

نوازشریف له عدالت څخه د را وتلو په مهال
نوازشریف له عدالت څخه د را وتلو په مهال

نوازشریف د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف په مقدمه کې د عدلیې کمزوري موقف ته په اشارې سره وویل، چې مشرف تر اوسه نه دی نیول شوی او هغه پاکستان ته له را ستنېدو څخه وېرېږي.

له خپلې دندې لرې کړل شوي وزیراعظم وویل، جمهوریت ته پر ور پېښو خطرونو او په بېلابېلو ادارو کې له جمهوریت سره پر ناوړه چلند برسېره هیله من دی چې د پاکستان راتلونکی به روښانه وي. وایي که څوک اسمبلۍ ماتول غواړي هم خو دی به د جمهوریت لپاره مبارزه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG