لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکر دی چې پښتنه یمه. نازیه اقبال

نازیه اقبال وايي پښتنو ورسره بې کچه مينه کړېده او په تیرو شلو کالو کې ېې داسې کومه خبره نه ده محسوس کړې چې ورباندې پښېمانه وي.
نازیه اقبال وايي پښتنو ورسره بې کچه مينه کړېده او په تیرو شلو کالو کې ېې داسې کومه خبره نه ده محسوس کړې چې ورباندې پښېمانه وي.

وتلې پښتنې هنر مندې نازيه اقبال ډیوه ته ويلي دي ویاړ کوي چې پښتنه ده او په پښتو کې سندرې وايي. هغې د ډیوه په نوې خپرونه "د ډیوه ستوري" کې اوویل که په بل قام کې پیدا وې کیدې شي دا مقام ېې نه وې موندلی.

نازیه اقبال وايي پښتنو ورسره بې کچه مينه کړېده او په تیرو شلو کالو کې ېې داسې کومه خبره نه ده محسوس کړې چې ورباندې پښېمانه وي.

خو هغې د یو تپوس په ځواب کې دا هم اوویل چې کار په ویره کوي.

نازیه اقبال اوویل چې نه یواځې په پاکستان کې بلکې په افغانستان کې هم فنکاران په ډاډ زړه کار نه شي کولې ځکه چې په دواڼو هېوادونو کې د هغويي د خوندي ساتلو څه چارې نه کیږي.

نازیه اقبال اووې هغې له د مسافرو لپاره سندرې ویل زیات خوند ورکوي، د نازیه مطابق مسافر په کور کلي پسې خفه وي او مینه هم ډیره کوي.

نازیه د شلو کالو راهسې سندرې وايي، هغه د اولسي موسیقۍ سره سم د غزل ویلو مهارت هم لري. دهغې تعلق د سوات دفنکارانو د مشهورې کورنۍ سره دی.

نازیه اقبال وايي د هغې په کامیابولو کې د هغې د پلار اقبال ډېر لوی لاس ؤ.

د ډیوه ستوري اونیز پروگرام د هرې جمعې په ورځ د پاکستان په وخت اووه بجې او دافغانستان په وخت شپږ نيمې بجې په ډیوه فیس بک نشر کیږي.

د ډیوه ستوري کوربه وکيل خان د نازیه اقبال سره مرکه وگورئ

Singer Nazia Iqbal
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:03 0:00

  • 16x9 Image

    وکیل خان

    وکیل خان، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG