لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د حکومت د قرض حد په اړه مذاکرات نن بیا شروع کېږي


صدر بایډن او د هاوس سپيکر کېون مېکارتي
صدر بایډن او د هاوس سپيکر کېون مېکارتي

د امریکې د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه په کانګرس کې د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د استازو خبرې د شورو، چهارشنبې، په ورځ بیا شروع کېږي.

د حکومت د قرض حد د ۳۱ ټرېلین ډالرو نه د زیاتولو په موضوع د نهې، سه شنبې، په ورځ د دواړو خواو خبرې بغیر د څه نتېجې ختمې شوې وې.

د امریکې د خزانې وزیر جېنېټ یلن خبرداری کړی چې د جون د لومړۍ نېټې پورې به حکومت سره پېسې ختمې شي. د دې له امله به حکومت د خپلو قرضونو په بېرته ادا کولو کې پاتې راشي یا به ديوالیه شي، په امریکا به په اقتصادي بحران کې مبتلا شي چې په نړیوال اقتصاد به يې هم منفي اثرات وغورځېږي.

د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان کې د ريپبلېکن پارټي اکثریت دی او غواړي چې د صدر بایډن حکومت اخراجات د ۲۰۲۲ کال په سطح وساتي.

ريپبلېکنز غواړي چې د کم امدن هغه امریکایانو دپاره چې د خوراک او صحت په لړ کې امدادي پروګرامونو ته ضرورت لري شرطونه نور هم سخت کړی شي.

د وایټ هاوس تجویز دی چې حکومت به خپل خرچونه د سږ کال په سطح وساتي او غواړي چې د شته منو او ځینو کمپنو دپاره د ټېکس رعایت وغځوي.

صدر بایډن او د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ريپبلېکن پارټۍ سپيکر کېون میکارتي د یو بل تجویزونه تر اوسه پورې مسترد کړي دي خو خبري ادارې وايي د دواړو خواو معاهدې ته د رسېدو امکان موجود دی چې په کې به دا خبره هم وي چې حکومت به د کوېډ د مرستې دپاره به هغه ۳۰ بېلین ډالر بېرته واخلي چې خرچ شوي نه دي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېير د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې مذاکرات پرمختګ کوي. هغې وویل هدف دا دی چې داسې مناسب بجټ ترلاسه کړي شي چې په هاوس او سېنېټ کې پې ريپبلېکنز او ډېموکرېټس متفق وي او ووټ ورته ورکولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG