د بنگله دیش د مسافرو یو هوايي جهاز د نیپال په کټمنډو هوايي اډه د کښېناستلو په وخت وغورځیدو او اور پرې ولگیدو، په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۴٠ کسان مړه شول. نور ٣٠ کسان زخمیان دي.
د عیني شاهدینو ترمخه، هوايي جهاز په هوايي اډه د ښکته کېدو دویم کوښښ کولو چې غورځېدو او اور پرې ولگیدو.
د پولیس ویاند مانجو نیوپن اې ایف پی خبري ادارې ته وویل ٣١ کسان په موقع مړه شول او نهو نورو کسانو په هسپتال کې ساه ورکړه.
غورځېدلی جهاز د بنگله دیش پایتخت ډهاکه نه د نیپال پایتخت کټمنډو ته په سفر و او پکې ٦٧ مسافر او څلور د عملې غړي سواره وو.
په مسافرو کې ٣٢ د بنګله دیش او ٣٣ د نیپال وو. د دې نه علاوه د چین او مالدیپ یو یو وګړی هم په دغه جهاز کې سواره وو.