لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیتن یاهو مرستیال: د غزه په اړه د باېډن پلان ٫٫ ښه پلان نه دی٬٬ خو اسرایل به یې مني


تېره ورځ د اسرایل په تل ابیب ښار کې ګڼ شمېر اسرایلیانو د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د حکومت پرضد او د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د راخوشي کولو لپاره لویه مظاهره کړې.
تېره ورځ د اسرایل په تل ابیب ښار کې ګڼ شمېر اسرایلیانو د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د حکومت پرضد او د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د راخوشي کولو لپاره لویه مظاهره کړې.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو یو مرستیال د اتوار/ یکشبنې په ورځ د دې خبر پخلی کړی چې د غزه جګړې ختمولو په اړه د امریکا صدر جو باېډن پلان یا هوکړه مني، که څه هم هغه زیاته کړې چې دغه پلان کې نیمګرتیاوې شته او نور کار ته اړتیا لري.

د اسرایل د وزیراعظم نیتن یاهو د خارجه پالیسۍ مشر سلاحکار اوپېر فالک د برتانیې سنډی ټاېمز سره په یوه مرکه کې ویلي چې د باېډن لخوا وړاندې کړل شوې امکاني پلان ٫٫ ته مونږ رضا شوي یو – که څه هم دغه یوه ښه لوظنامه نه ده خو مونږ غواړو چې ټول یرغمالیان خوشي کړل شي.٬٬

نوموړي‌ زیاته کړې، ٫٫ ډېرې داسې خبرې شته چې لا به پرې کار کول وي٬٬ نوموړي منلي چې د اسرایل د نورو شرطونو تر څنګ ٫٫ د ټولو یرغمالیانو خوشي کول او د حماس نسل وژونکې دلې د ختمولو په اړه د اسرایل په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. ٬٬

د امریکا صدر جو باېډن چې د جګړې په شورو کې یې د اسرایلي پوځي عملیاتو ملاتړ کوو، په دغه جګړه کې د عامو خلکو د زیاتو مرګونو وروسته یې د جمعې په ورځ د دریو مرحلو یو پلان ورکړی کوم چې د نیتن یاهو د حکومت لخوا وړاندې شوی چې د غزه روانه جګړه پاې ته ورسوي.

د پلان په لومړي پړاو/ مرحله کې به د ډزبندۍ یوه لوظنامه کېږي او د حماس لخوا یرغمل شوي اسرایلیان به خوشي کیږي. د امریکا صدر جو باېډن ویلي د دغې وروسته به دواړه خواوې د دویم پړاو لپاره خبرې اترې کوي او پاتې ژوندي یرغمالیان به خوشي کیږي.

د باېډن لخوا وړاندې کړل شوی دغه ترتیب داسې ښکاري چې حماس وسله واله ډله به پکې یو رول ولري. دغه کار بیا د اسرایل لخوا شورو شوې جګړې سره په ټکر کې دی ځکه اسرایل غواړي چې ایران پلوه حماس وسله واله ډله د منځه یوسي.

بابډن د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې وویل وو چې د سولي په تجویز کې په وړمبی پړاو کې به مکمله ډزبندي شامله وي. د دې مطلب به دا وي چې اسرایلي ځواکونه به د غزه د ابادۍ د ټولو علاقونه نه وځي، د حماس په ولکه کې د ښځو، زخمیانو، امریکايي شهریانو او د زیات عمر کسانو په شمول ځینې یرغمالان به ازادېږي او په بدل کې به د اسرایل د زندانونو څخه په سلګونو فلسطيني قېدیان ازادېږي.

د دې ترڅنګ، د سولې د مجوزه منصوبې ترمخه، اسرایل په غزه ته زیات انساني امداد پرېږدي او د جنګ دلاسه بې کوره شویو فلسطینیانو ته به د غزه د شمالي علاقې په شمولو ټولو سیمو کې د ستنېدو اجازت ورکول کېږي.

بایډن خبرداری وکړو چې په جنګ کې د شپږو هفتو د ابتدايي وقفې وروسته د وړاندې تګ لاره به زیاته پېچیده وي. هغه وویل په ایماندارۍ دا خبره کوي چې د وړمبي پړاو نه دویم پړاو ته تګ دپاره به په یو شمېر شیانو مذاکرات کول وي.

بایډن زیاته کړه چې د مذاکراتو په مهال به جنګ بندي دوام لري که دا د شپږو هفتو نه زیات وخت هم دوام لري. هغه وویل د امریکې، مصر او د قطر مرکچیان به تر هغې مذاکرات کوي چې ټولې معاهدې ترلاسه شي.

په دویم پړاو کې به د حماس په ولکه کې باقي پاتې یرغمالان ازادېږي چې په کې نر اسرایلي عسکر هم شامل دي. ترڅو چې حماس خپل لوظونه پوره کوي، بایډن وویل، اسرایل به په مستقل ډول دښمني ختموي.

په دریم او اخېري پړاو کې به د غزه د بیا ابادولو منصوبه شروع شي او د حماس په ولکه کې اخيري یرغمالان به ازادېږي. بایډن وویل د اسرایل ولس باید په دې خبر شي چې دوی خپل امنیت ته د خطر بغیر د امن دا تجویز کولی شي ځکه چې په تېرو اتو میاشتو کې حماس تباه کړی شوی دی.

د ډزبندۍ دپاره مذاکرات د تېرو څو هفتو راهسې د جمود ښکار شوي دي او دواړه فریقېن په یو بل الزامات لګوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حماس وویل خپلو مرکچیانو ته یې ویلي چې که اسرایل په غزه کې جنګ ودروي نو دوی جامع معاهدې ته تیار دي چې په کې د یرغمالانو او د فلسطیني قېدیانو مکمله تبادله شامله ده.

حماس په خپل یو بیان کې وویل حماس او نورې فلسطیني ډلې د ډز بندۍ په خبرو کې په داسې حال کې نشي شاملېدی چې د حماس په قول جارحیت، محاصره، لوږه او زمونږ د خلکو نسل وژنه دوام لري.
صدر بایډن د جمعې په ورځ په حماس غږ وکړو چې د اسرایل د امن تجویز ومني.

د غزې روغتیا وزارت په وینا د اسرایلي پوځ په بریدونو کې تر اوسه څه باندې 36,000 کسان وژل شوي چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وایي ځواکونو یې په رفح کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې شاوخوا 300 فلسطیني وسلوال وژلي دي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شوه، چې د اسرایلي شمېرو له مخې دې ډلې شاوخوا 1,200 کسان ووژل او 250 یې یرغمل کړل چې په هغوی کې شاوخوا 125 لا هم د حماس په ولکه کې دي.

ملګرو ملتونو ویلي په رفح کې د عملیاتو تر پیل مخکې شاوخوا 1.4 میلینه کسانو پناه اخیستې وه، خو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این آر ډبلیو اې ویلي چې د عملیاتو له پیل را وروسته تر اوسه یو میلین کسان له دې سیمې کډه کېدو ته مجبوره شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د راېټرز خبري ادارې اخستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG