د اسرایل نوي حکومت چې مشري به يې وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو کوي د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې ژمنه وکړه چې په وېسټ بېنک کې په اسرایلي اباد کارۍ کې توسیع کول او په مقبوضه فلسطیني علاقو کې غیرقانوني ابادیو ته قانوني حېثیت ورکول به يې لومړۍ ترجیح وي.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه نېټن یاهو دغه ژمنې د انتها پسند قام پرسته ډلو سره حکومت جوړولو دپاره د اتحاد په لړ کې کړي دي چې پکې به په مجوزه ډول د سلګونو په تعداد کې غیر قانوني ابادیو ته قانوي حېثت ورکړی شي او ځینې مقبوضه علاقې به په اسرایل کې ضم کولی شي.
رپورټ وايي د حکومتي اتحاد د معاهدو تفصیلات د نوي حکومت د سوګند پورته کولو نه یوه ورځ مخکې شایع کړی شوي دي او پکې داسې ژبه استعمال کړی شوي چې د مذهب په بنیاد د هم جنس پرستانو سره د تعصب منظوري ورکوي. په معاهده کې دا هم شامل دي چې که چېرې انتهايي مذهبي یهودیان د کار روزګار په ځای تعلیم حاصلول غواړي نو درنې وظيفې به ورکول کېږي.
اېسوسي اېټېډ پرېس وایي د حکومتي اتحاد دغه معاهدې د یو داسې حکومت دپاره چوکاټ برابروي چې نېټن یاهو په ممکنه توګه د ملک دننه او د بهرني اتحادیانو سره هغه د ټکر په لاره اچولی شي.
ای پي وايي د نوي حکومت د ژمنو په اوږد فهرست کې دا خبره هم شامله ده چې د یهودا او السامره په شمول به په ټول اسرایل کې اسرایلي اباد کارۍ ته وده او پرمختګ ورکول کېږي. موجوده وېسټ بېنک پخواني کتابي نوم یهودا او السامره دی.
د رپورټ ترمخه اسرایل د غزه ټرانګې او د مشرقي یروشلم ترڅنګ وېسټ بېنک د عربانو سره د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې نیولی دی. فلسطینیان وېسټ بېنک د خپل اینده ریاست مرکزي ځمکه بلي. د کال ۱۹۶۷ راهسې اسرایل په وېسټ بېنک کې په سلګونو یهودي ابادۍ جوړې کړي دي چې د دوه اشاریه پېنځه مېلین فلسطینیانو ترڅنګ پکې دا وخت قریباً پېنځه لکه یهودیان ژوند کوي.
ای پي وايي زیاتره نړیواله ټولنه په وېسټ بېنک کې داسرایلي ابادکاري غیرقانوني او د امن په لاره کې خنډ بلي. امریکې د اسرایل اینده حکومت خبرداره کړي چې داسې اقدامات دې نه کوي چې د خود مختاره فلسطيني ریاست د قیام دپاره ناتوانا امیدونه نور هم کمزوري کړي.
ای پي وايي د نېټن یاهو نوی حکومت به د اسرایل په تاریخ کې تر ټولو زیات مذهبي او سخت دریځه وي چې پکې انتهايي مذهبي او قام پرسته ګوندونه شامل دي چې په وېسټ بېنک کې د ابادکارۍ د تحریک او د هغه لیکود پارټۍ سره تړون لري. نوی حکومت به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سوګند پورته کوي.
د نېټن یاهو یو شمېر مرکزي اتحادیانیو چې پکې رېلېجس زاینیزم پارټي هم شامله ده، قام پرستان دي چې په وېسټ بېنک کې مېشته دي.
د ليکود او د ريلېجس زاینېزم ترمنځ د اتحاد په معاهده کې نېټن یاهو دا لوظونه هم کړي چې هغه ابادیو ته به هم قانوني حېثیت ورکوي چې خپله د اسرایل حکومت يې هم غیرقانوني ګڼي.
نېټن یاهو دا ژمنه هم کړې چې وېسټ به په اسرایل کې ضم کوي خو د دې دپاره به د وخت تعین د اسرایل قامي او نړیوالو مفاداتو ته په کتنه کولی شي.
ای پي وايي دغه شان اقدام به د اسرایل او د زیاترې نړیوالې ټولنې ترمنځ اختلافات پېدا کړي او دا تنقید به نور زیات کړي چې اسرایل په وېسټ بېنک کې د جنوبي افریقې په شان د اپارتایډ یا د نسلي تعصب تګلاره خپله کړې ده.
نېټن یاهو د ۲۰۰۹ نه تر د ۲۰۲۱ پورې حکومت کړی خو اقتدار ته بیا ستنېږي سره د دې چې د وزیراعظم په حېث به د درغلۍ، د رشوت اخیستلو او د اعتماد بېللو په الزاماتو به د مقدمو سره هم مخامخ وي. هغه دغه الزامات ردوي.
د نېټن یاهو حکومتي اتحادیان په پراخه کچه د داسې ډول اصلاحاتو غوښتنه کوي چې ای پي وايي په لویه کچه د اسرایل ولس ناراضه کولی شي، د فلسطینیانو، د امریکي او په امریکا کې مېشته یهودیانو سره تاوتریخوالی زیاتولی شي.
د امریکې د صدر جوبایډن حکومت ویلي د یهودیانو په ابادکارۍ کې د توسیع مخالفت کوي او په تېرو وختونو کې يې په دې لړ کې په اسرایل نيوکي هم کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي