لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتن ياهو په غزه کې د جګړې ختمولو د حماس غوښتنه رد کړې


د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د اتوار/ يکشنبې په ورځ د حماس لخوا په غزه کې د جګړې ختمولو وړانديز رد کړی دی، ياده جګړه په څلورمه مياشت دوام لري.
نېتن ياهو ويلي، "زمونږ د يرغمل شوو د خوشي کولو په بدل کې، حماس د جګړې ختمولو، د غزې څخه زمونږ د ځواکونو ويستلو، د ټولو قاتلانو او جنسي تيريو کوونکو خوشي کولو غوښتنه کړې، او د حماس داسې پرېښودو يې ويلي. خو زه د حماس په وړاندې تسليمدل په کلکه ردوم".
حماس د اتوار په ورځ، په اسرايل د اووم اکتوبر د خپل بريد دفاع کړې خو غلطي یې منلې او په غزه د اسرايلي يرغل ختمولو غوښتنه یې کړې ده.
حماس په اسرايل د بريد په اړه لومړي بيان کې دغه حملې ته د فلسطين څخه د اسرايلي قبضې ختمولو او بنديانو خوندي کولو دپاره ضروري اقدام ويلي وو.
د نومبر په مياشت کې د امریکې، قطر او مصر په درېمګړيتوب خبرو کې د حماس د ولقې نه د 240 يرغمل شوو د ډلې څخه د 100 نه زيات هغه اسرايلي يرغمل شوي کسان خوشي شوي، کوم چې حماس د اووم اکتوبر د حملې په مهال يرغمل کړي وو، د دغو کسانو په بدل کې اسرايل د جېلونو څخه 240 فلسطيني بنديان ازاد کړي وو.
له دغې وروسته په نېتن ياهو په اسرايل کې دننه او د نړيوالو مشرانو لخوا فشار دی چې نور 136 يرغمل راخوشي شي څوک چې اوس هم يرغمل دي، خو ويل کيږي په دغو کسانو کې د 20 نه زيات مړه يا وژل شوي دي.
د امريکې د صدر جوبايډن نه بغېر ځينې نړیوال مشرانو په جګړه کې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه کوي.
په اووم اکتوبر په اسرايل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي وو. او د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت وايي، د جګړې د پېل راهسې په غزه کې د 25,000 نه زيات کسان وژل شو ي چې وسله وال او ملکي خلک پکې شامل دي.
د اسرايل وزیراعظم نېتن ياهو په وروستيو کې د فلسطيني رياست ضد کلک دريځ خپل کړی چې منځنی ختيځ باثباته شي او د اسرايل حماس جګړه نورې سيمې ته غځېدو مخنيوی وشي.
بايډن او نور امریکايي چارواکي د فلسطيني رياست غوښتنه کوي.
نېتن ياهو ویلي،"د دريایې اردن په لويدیځ کې په ټولو علاقو به د اسرايل په بشپړ امنیت جوړ جاړی ونه کړم".
د امریکې صدر جوبايډن د جمعې په ورځ د نېتن ياهو سره د يو خپلواک فلسطيني رياست د جوړولو په ممکنه حل لاره خبرې کړي چې پکې غېر پوځي حکومت هم شامل وي.
نېتن ياهو ویلي، " د کورني او نړيوال فشار" سره مخ دی چې د فلسطين د رياست په اړه خپل دریځ بدل کړي.
خو نوموړي زياته کړې، "زما ټينګار دی کوم څه چې د کلونو راهسې د فلسطيني رياست جوړولو مخه نيولې، چې شتون به یې د اسرايل دپاره خطره وي".
د برتانیې د دفاع وزیر ګرانټ شېپس د اتوار/ يکشنبې په ورځ سکايي نيوز سره په خبرو کې ویلي، د اسرايل او حماس د جګړې ختمولو او فلسطيني رياست په اړه د نېتن ياهو څرګندونې "مايوسه" کوونکې دي.
جوبايډن د نېتن ياهو سره د جمعې د ورځې د خبرو په اړه ویلي، "د دوه رياستي حل څو ډولونه دي"، د نوموړي نه پوښتنه شوې د نېتن یاهو سره دوه ریاستي حل ناممکن دی؟، هغه ويلي، "نه داسې نه ده".
د امریکې صدر د جمعې په ورځ د اسرايل د وزيراعظم سره نزدې يوه میاشت وروسته خبرې کړي دي.
د نېتن ياهو دفتر ویلي، "د صدر بایډن سره په خبرو کې وزيراعظم نېتن ياهو خپله پاليسي تکرار کړې چې د حماس ختمولو وروسته، بايد غزه د اسرايل په کنټرول کې وي چې غزه بيا د اسرايل دپاره ګواښ جوړ نه شي، د فلسطين خپلواکي د دغه غوښتنې سره په تضاد کې ده".
( د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز خبري ادارو څخه اخستل شوي).

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG