د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، اسرايل به د خپل امنيت دپاره د ضروت مطابق اقدام کوي، نوموړي دغه خبره د انصاف نړيوال عدالت لخوا په غزه کې د وژنو او تباهۍ د څرګندونو په ځواب کې کړې ده.
د جمعې په ورځ د انصاف نړيوال عدالت د فېصلې وروسته، د اسرايل پوځ د پلټنې لاندې دی. د نړيوال عدالت انصاف په 17 کې 15 ججانو اسرايل ته امر کړی چې د فلسطينیانو نسل وژنه ودروي او د ملکي وګړو د مرستې دپاره نور کار وکړي.
عدالت د جنوبي افریقې په غوښتنه په غزه کې د ډزبندۍ امر نه وو کړی.
د خالي په سهار د اسرايل د بهرنيو چار وزير کيټز په ملګرو ملتونو غږ کړی چې فلسطين کې د کډوالو اداره دې د حقيقي امن او پرمختيا دپاره بدل کړي، وروسته له هغې چې د ادارې د عملې په اوو غړو تور لګول شوی د اووم اکتوبر د حماس په حمله کې کې ملاتړ کړی وو.
نوموړي په ټولنيزو رسنيو بيان کې په نورو ملکونو غږ کړی چې د امریکا، اسټريليا، کېنېډا، برتانيې، اټلي او فن لېنډ په څېر دی د ملګرو ملتونو د ښېګړې او کار د ادارې يا (يو اېن آر ډبليو اې) دپاره فنډ ورکول ودروي.
تراوسه پورې نهه هېوادونو د (يو اېن آر ډبليو اې) فنډ ودرولی، وروسته له هغې چې اسرايل د ادارې په 12 غړو د پولې د پورې غاړې بريد کې د ککړتيا تورونه لګولي دي. د کډوالو ادارې د څو غړو پلټنې پېل کړي دي.
په 13000 غړو مشتمله دغه پياوړې اداره په بشپړ ډول د ملکونو په مرسته تکيه کوي، ويلي يې دي اداره اوس يو ملين خلکو ته سر پناه کوي او دا څه وخت هم سقوط کولی شي.
ياده اداره د 1948 د جګړې په وخت د اسرايل جوړېدو په وخت د کډوالو د مرستې دپاره جوړه شوې وه، د (يو اېن آر ډبليو اې) اداره په غزه، لویديځه غاړه اردن، شام، او لبنان کې فلسطينيانو ته د تعلیم او روغتيا مرستې ورکوي، او دا وخت د غزې د 2.3 ملينه خلکو په دوو کې درېمې برخې خلکو مرستې کوي.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت د خالي په ورځ ویلي، په تېرو 24 ساعتونو کې 174 فلسطينيان وژل شوي او 310 ژوبل شوي دي.
د صحت د وزارت ترمخه په غزه کې د اووم اکتوبر د بريد وروسته د وژنو شمېره 26,257 ته رسېدلې او 64,797 کسان پکې ژوبل شوي دي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې د اسرايل په وينا 1299 کسان يې وژلي او 240 يې يرغمل کړي وو. په يرغمل شوو کې د نومبر په میاشت کې شوې ډز بندۍ کې 100 تنه خوشي شوي وو.
د خالي په ورځ د خان يونس په جنوبي سيمه کې د اسرايل الوتکو بمباري کړې، ځايي خلکو ويلي درې کسان پکې وژل شوي او د اسرايل پوځ ویلي، په جنوبي غزه کې یې د حماس کمانډر یې په هدف کړی دی.
اسرايل ويلي، 11 هغه وسله وال یې وژلي چې د اسرايل د پوځ څنګ ته یې چاودېدونکي مواد په ځای کول او په پوځ يې راکټې ويشتې. په تېره يو اوونۍ کې اسرايل د 100 نه زياتو وسله والو وژلو او د وسلې ترلاسه کولو یې ويلي دي.
(د دې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)
کراچۍ —
1
Forum