لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیتن یاهو د ٫٫ ګټې٬٬ ژمنه بیا تکرار کړې او د اوربند خبرې په ټپه ولاړې دي


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د اتوار/ یکشنبې په ورځ یو وارې بیا خپله ژمنه تکرار کړې ٫٫ چې د ګټې بل کوم بدل نشته٬٬ او خپلې کابنیې ته یې ویلي چې تر څو یې د حماس وسله والو له په غزه کې ماتې نه وي ورکړي او پاتې ۱۲۰ یرغمل شوي اسرایلیان یې مړه یا ژوندي نه وي راستانه کړي، تر هغې به دغه جګړه روانه وي.

نیتن یاهو ویلي چې د تیرو ۱۰ میاشتو راهسې روانه جګړه به تر هغې جاري وي ٫٫ تر څو چې مونږ خپل اهداف نه وي ترسره کړي٬٬ په دغه اهدافو کې حماس ډله د منځه وړل ٫٫ چې نور د اسرایل لپاره کوم خطر نه وي٬٬ هم شامل دي.

اسرایلي وزیراعظم ادعا کړې ٫٫ هر یو تن په دې ساده خبره پوهه دی: حماس د اسرایلي یرغمالیانو په خوشي کولو کې یواخینی خنډ دی.٬٬ چې په بدل کې به یې د اسرایل لخوا بندي شوي په سلګونو فلسطینیان خوشي کیږي.

خو په ځاې ودریدلي د اوربند/ ډزبندې خبرو اترو کې هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی، په داسې حال چې اسرایل په جګړه کې د شپږو اونیو دمه غواړي او په بدل کې د اسرایلي یرغمالیانو او فلسطیني قیدیانو خوشي کول شامل دي. خو حماس وسله واله ډله بیا د جګړي ختمیدل او د غزه نه د اسرایلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

تیره ورځ د حماس یو چارواکي اسامه همدان په بیروت کې یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي وو ٫٫ د جارحانه خبرو اترو په اخیره کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، او کوم څه چې د امریکايي‌ انتظامیې لخوا ویل شوي هغه په حماس ډله فشار اچول دي چې د اسرایل لخوا وړاندې شوې لوظنامه بې د کوم بدلونه ومنل شي.٬٬

همدان ویلي ٫٫ یو ځل بیا، حماس هر قسمه هغه وړاندیز ته تیار دی چې پکې مکمله ډزبندي، د غزه نه په مکمله توګه د اسرایلي عسکرو وتل او د بندیانو او یرغمالیانو تبادله شامله ده.٬٬

هم تیره ورځ (خالي/ شنبه) د صدر باېډن انتظامیې یو مشر چارواکي ویلي چې امریکا مصر او قطر ته یوه بله موقع ورکړې چې د ودریدلو خبرو اترو بیا پیلولو هڅه وکړي.

په رفح کې وژنې

د مصر د پولې سره نژدې په رفح ښار کې بیا اسرایلي ټینکونه د رفح شرقي، مرکزي او غربي برخو ته رسیدلي. په دغه سیمه کې د صحت کارکونکي وايي، په شبوره کې د اسرایلي ټینکونو په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي. دغلته د یوې کورنۍ د شپږو کسانو مړي د نژدې خان یونس ښار نصر روغتون ته وړل شوي.

نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ ګڼو خلکو د دغه وژل شوي فلسطینیانو په جنازه کې ګډون کړی او بیا خاورو ته سپارل شوي.

د اسرایل پوځ ویلي چې دوي په رفح کې د ٫٫ معلوماتو په اساس عملیات ٬٬ ترسره کوي چې پکې یو شمېر وسله وال وژل شوي او ګڼ سرنګونه یې تباه کړي.

په غزه کې دا تازه جګړه تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د یو ناڅافي برید وروسته شورو شوې. د اسرایل د شمېرو تر مخه حماس په دغه برید کې نژدې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو او وسله والو ۲۵۰ اسرایلیان تښتولي وو.

د دغه برید په ځواب کې د اسرایل لخوا پیل شوو عملیاتو کې د غزه د صحت چارواکو تر مخه نژدې ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي. د غزه د صحت وزارت په وژل شوو کې د وسله والو او عامو خلکو توپیر نه کوي، خو چارواکي وايي چې زیاتره وژل شوي کسان عام خلک دي.

تر اوسه په دغه جګړه کې د ۳۰۰ نه زیات اسرایلي پوځیان وژل شوي او اسرایل دعوه کوي چې د وژل شوي فلسطینیانو دریمه برخه جنګیالي وو.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د راېټرز، ای پي او ای اېف پي نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG